د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د افغان حکومت او مخالفینو د مذاکراتو ملاتړ کوي


راسموسن له جمهور رئیس کرزي سره په مشترک خبري کنفرانس کې خبرې کولې.

د ناټو عمومي منشي انډریس فوغ راسموسن پرون کابل ته د خپل سفر په جریان کې وویل چې د افغان حکومت او مخالفینو تر منځ د سولې د مذاکرات ملاتړ کوي.

راسموسن له جمهور رئیس کرزي سره په یوه مشترک خبري کنفرانس کې خبرې کولې.

ښاغلي کرزي وویل، که د دوهم ځل لپاره جمهوري ریاست ته انتخاب شو نو د هغو یاغیانو سره به د سولې خبرو ته زیاته توجه وکړي چې له القاعدې سره اړیکې نه لري.

د ناټو عمومي منشي وویل، د افغان حکومت او د حکومت د مخالفینو تر منځ د مذاکراتو ملاتړ کوي. هغه وویل چې دا خبرې باید د حکومت د کمزورتیا نتیجه نه وي. عمومي منشي وویل، هغه یاغیان چې په خبرو کې برخه اخلي باید خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.

ښاغلي راسموسن وویل، ناټو به طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره خپل نظامي کوښښ زیات کړي

راسموسن همدارنگه وویل ناټو خپل ټول کوښښ کوي چې د افراطیانو په خلاف په عملیاتو کې د ملکي خلکو د وژل کېدو مخنیوی وکړي.

څارونکې ډلې وايي، د جولای میاشت په افغانستان کې د امریکا او ناټو د عسکرو لپاره د ٢٠٠١م کال راوروسته تر ټولو خونړۍ میاشت وه. په دغه میاشت کې ٧٦ امریکايي او د ناټو عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG