د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه: د یاغیانو له ویرې به زیات خلک رایه ورنکړي


په کابل کی د برتانیې سفیر مارک سیډویل وایی چی په دې میاشت کی به په افغانستان کی د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی دومره زیات خلک برخه وانه خلی لکه چی د ٢٠٠۴ کال په انتخاباتوکی یې اخیستې وه.

هغه پرون وویل چی د انتخاباتو د چارو ماهران فکر کوی چی د اسد د ٢٩مې انتخابات به د زیاتو ستونزو سره مخامخ شي. سفیر مارک سیډویل په لندن کی د ویډیویی کنفرانس له لاري دا وینا خبریالانو ته وکړه.

مگر هغه وویل چی د افغانستان دا فیصله چی غواړی انتخابات به خامخا کوی دده په قول ددیموکراتیک کلتور د جوړیدو د تدریجی جریان کامیابي ښئي.

ښاغلي سیډویل وویل چی دی هیله لری د هلمند په ولایت کی به د هغو خلکو نه چی د رای ورکولو حق لری ٧٠فیصده خپلي رایی ورکړی.

هلمند د یاغي طالبانو مورچل دی. د امریکا او ناتو قواووپه دغه ولایت کی په یو لړ عملیاتو پیل کړی دی چی خلک وکړای سی خپلي رایي ورکړی.

هغه وویل چی افغان چارواکي به ددې انتخاباتو په وخت د ٢٠٠۴ کال د انتخاباتو په نسبت د رای گیرۍ زیات سټیشنونه جوړکړي. په تیرو انتخاباتو کی ددې سټشنونو شمیر ۴٨٠٠ ته رسیده.

XS
SM
MD
LG