د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان د مالیې وزیر وژل شوی


د پاکستان پولیس وايي، ناپیژندل شویو وسله والو کسانو نن د کراچئ په ښار کې د بلوچستان د ایالت وزیر وژلی دی.

چارواکو وویل چې د بلوچستان د ایالت د گمرکاتو او مالیاتو په وزیر سردار رستم خان جمالي باندې نن ډزې وشوې او ووژل شو. هغه څو ورځې مخکې کراچئ ته تللی و.

ددې تل علت سمدستي نه دی معلوم، مگر په دې ښار کې په څو تیرو میاشتو کې یو لړ سیاسي قتلونه شوي دي.

دغه وژل شوی وزیر د قبایلي مشر سردار یار محمد جمالي زوی و. د پاکستان جمهور رئیس آصف زرداري او صدراعظم یوسف رضا گیلاني دا قتل غندلی دی.

XS
SM
MD
LG