د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: افغانستان ته زیات عسکر په کار دي


د ناټو نوی عمومي منشي وايي، په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره نورو قواوو ته ضرورت دی.

انډریس فوگ راسموسن نن (بي بي سي) ته وویل چې ناټو د افغانستان په جنوب کې پرمختگ کړی دی او علت یې تر یوه حده دا وو چې دغې سیمې ته اضافي عسکر لیږل شوي دي.

ښاغلی راسموسن چې مخکې د ډنمارک صدراعظم وو، د اگست د میاشتې په پیل کې د ناټو د عمومي منشي په توگه وټاکل شو.

واک ته د رسېدو لږ وروسته ښاغلي راسموسن وویل چې په افغانستان کې یو مهم هدف دا دی چې د امنیت ساتنې مسئولیت پخپله افغانانو ته وسپارل شي.

امریکا لا له وړاندې ویلي وو چې د دوی نظامي قومندانان ښايي افغانستان ته نورې قواوې وغواړي. د گرجستان پارلمان په عین وخت کې د حکومت دا پلان تصویب کړی چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي.

تیرې څو هفتې په افغانستان کې د خارجي عسکرو لپاره د ٢٠٠١م کال را وروسته تر ټولو خونړی وخت وو.

XS
SM
MD
LG