د لاس رسي وړ اتصالات

غزني: د ناټو عسکرو سهواً پر پولیسو بمباري کړې


د ناټو او افغانستان مقاماتو وايي، د غزني په ولایت کې د ناټو هلیکوپترو سهواً پر افغان پولیسو باندې بمباري کړې او لږ تر لږه پنځه پولیس یې زخميان کړي دي.

ناټو وايي، هلیکوپترو یې په دغه ولایت کې د سپکو وسلو د ډزو په ځواب کې عملیات کول چې دوو آپاچي هلیکوپترو سهواً پر پولیسو ډزې وکړې. د یوه زخمي پولیس حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

افغان چارواکو دغه خبر تائید کړی او د زخمي پولیسو شمیر یې شپږ ښودلی دی.

ناټو وايي د پیښې په اړه تحقیقات کوي.

ناټو وايي، د هغو رپوټونو په اړه هم تحقیقات کؤي چې وايي په گاونډي ولایت روزگان کې د دوی عسکرو پر تندروانو باندې د هاوان فیر کړی او په پیښه کې دوه ملکي خلک وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG