د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: طالبانو د قدرت پر سر خپلو کې جګړه کړې


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو تر منځ د رهبرئ د ټاکلو په خبرو کې د جگړې په نتیجه کې مرگ ژوبله پیښه شوې ده.

رحمن ملک نن خبریالانو ته وویل چې جگړه د هغې جرگې په وخت پیښه شوې چې د بیت الله محسود د ځای ناستي د ټاکلو په اړه دایره شوې وه او ممکن لږ تر لږه د طالبانو یو عالي رتبه مشر پکې وژل شوی وي.

رحمن ملک وايي، ډزې د حکیم الله محسود او ولي الرحمن تر منځ شوي او حکومت کوښښ کوي معلومه کړي چې کوم یو وژل شوی دی.

پاکستاني مامورین وايي چې د استخباراتي څېړونو وروسته دوی ډاډمن سول چې د طالبان مشر او د القاعده ترهګرو ملګرۍ بیت محسود د توغندۍ په یوه حمله کې په جنوبي وزیرستان کې تېره اونۍ وژل سوی دی.

که چیري دغه خبر رښتیا وي نو دا به د پاکستان دپاره یو غټ برۍ وي چې د یاغي طالبانو سره په جګړې کې یې ترلاسه کوي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو معاون حکیم الله محسود د شنبې په ورځ د بیت الله محسود په هکله ټول خبرونه غلط بللي دي او ویلي یې دي چې د طالبانو مشر اوس هم ژوندی دی.

خو د جمعې په ورځ د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د استخبارارتي سرچینو له مخې د طالبانو مشر او د هغه یوه میرمن د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې په جنوبي وزیرستان کې د چارشنبی په ورځ وژل سوي دي. هغه وویل چې استخباراتي مامورین به جنوبي وزیرستان ته واستول سي ترڅو د بیت الله محسود مرګ په دقیقه توګه تایید کړي.

په عین حال کې سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ وویل چې د بیت الله محسود مرینه نسي تاییدولای خو د سپېنې ماڼۍ ویاند رابرت ګیپس وویل چې د بیلابیلو سرچینو ترمینځ د نظر توافق موجود دی چې د چارشنبې په حملې کې د طالبانو مشر بیت الله محسود وژل سوی دی.

د بلي خواه خبري سرچیني وايي چې د طالبانو نا پېږندل سویو منابعیو د بیت الله محسود مړینه تایید کړېده او ویلي یې دي چې هغه یې د ننګوسې په سیمه کې خاورو ته سپارلی دی.

XS
SM
MD
LG