د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: بیت الله مسود مړ دی


د امریکا دجمهوررئیس براک اوباما دملی امنیت سلاکار وایی چی امریکا په دی عقیده ده چی د پاکستان د طآلبانو مشر بت الله مسود مړ دی.

متقاعد جنرال جیم جونز نن دیکشنبی په ورځ دفاکس خبری تلویزیون سره په خبرو کی وویل د واشنگټن سره ټول شواهد دا خبره څرگندوی چی بیت الله مسود تیره اونی مړ شو.

د پاکستان رپوټونه هم وایی چی بیت الله مسود تیره اونی د امریکا په یوه توغندی کی د خپل خوسر په کور کی ووژل شو.

جنرال جمیز وویل داسی ښکاری چی د بیت الله مسود په تنظیم کی اختلاف نظر موجود دی. خو جنرال هغه رپوټونه تائید نکړی شول چی وایی د شنبی په ورځ د طالبانو د ددوه رقیبو قوماندانانو په یوه مجلس کی ډزی وشوی ددی خبری په سر ډزی وشوی چی د بیت الله مسود ځای څوک ونیسی.

پاکستان د طالبانو تر منځ د مشرتابه د نیولو د جگړی تحقیقات کوي

د پاکستان چارواکی وایی چی دوی دهغو رپوټونو په باب تحقیق کوی چی وایی د طالبانو د دوه سیالو ډلو ترمنځ خونړۍ نښتی شویدی. دیوی ادعا له مخی نه دغه دوه ډلی غواړی چی د بیت الله مسود (مسید) ځای ونیسی. رپوټ وایی چی بیت الله مسود دیوی وینا له مخی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی د توغندی په ډزو کی وژل شویدی.

د پاکستان دکورنیو چارو وزیررحمن ملک د شنبی په ورځ وویل رپوټونه دا سی څرگندوی چی دولی الرحمن او حکیم الله مسود ترمنځ په یوه شورای کی جگړه ونښتله او یو تن پکی مړشویدی. خو طالبانو یوبل قوماندان نورسید د اخبره ردکړله او وی ویل چی داسی کومه نښته نده شوی.

رپوټ وایی چی د بیت الله مسود په ځای د بل مشر د ټاکلو مجلس د جنوبی وزیرستان په نیمه خودمختاره قبیلوی سیمه کی چی له افغانستان سره سرحد لری جوړ شوی و. د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وایی چی بیت الله مسود د چارشنبی په ورځ ووژل شو. قریشی وویل چی چارواکی دا پلان لری چی د بیت الله مسود پاخه سنگر ته سفر وکړی او دا مسله سل په سلو کی معلومه کړی چی هغه وژل شویدی او که نه.

بیت الله مسود د تحریک طالبان پاکستان، په نامه گوند مشری کوله . دا گوند دیارلس وړی ډلی لری. هغه په ټول پاکستان کی د یو لړ ځان مرگو حملو کولو مسوولیت په غاړه اخیستی و. پرهغه باندی داتور هم لگول شوی و چی د پاکستان د پخوانۍ صدر اعظمی بی نظیر بهټو په قتل کی لتاړ دی. بی نظیر بهټو په ٢٠٠٧ میلادی کال کی ووژل شوله خو دا تور هغه رد کړی و.

خبری اداری دطالبانو د یوی منبع له قوله چی خپل نوم نه څرگندوی، وایی چی بیت الله مسود ووژل شو او ډیر ژر د نرگوسۍ په سیمه کی ښخ کړی شو. خو د طالبانو یومشهور قوماندان داخبره رد کړله چی بیت الله مسود دتوغندیوپه ډزو کی وژل شویدی

دامریکا حکومت د بیت الله مسود په سر باندی پنځه ملیونه ډالره انعام ایښی دی. امریکا وایی چی بیت الله مسود د القاعده سره نیژدی اړیکی لری.

XS
SM
MD
LG