د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې یو برتانوي عسکر وژل شوی


د برتانیی حکومت وایی چی دهغوی یو عسکر د سړک دغاړی په بم باندی په هلمند کی وژل شویدی.

د برتانیی ددفاع وزارت وایی چی ددوی یو عسکر د شنبی په ورځ باندی په هغه بم باندی ووژل شو چی د هلمند په ولایت کی د سړک په غاړه باندی وچاود.

رپوټ وایی چی تیری څو اونۍ په افغانستان کی په خاصه توگه دغربی عسکرو لپاره ډیری خونړۍ او له مرگ ژوبلی نه ډکی بلل کیږی.

چارواکی ددغو حملو پړه پر طآلبانو باندی ور اچوی؛ هغوی په دی څو اونیو کی خپل بریدونه په ټول هیواد کیددی لپارههم زیات کړیدی چی رایی ورکوونکي وبیروی او هغویداگست په شلمه باندی له رایو ورکولو نه ایسار کړی. د اگست په شلمه نیټه باندی به د افغانستان د جمهوری ریاست انتخابات دی.

رپوټ وایی یوازی د جولای په میاشت کی دامریکا اونورو نړیوالو قواو ٧٥ عسکر په افغانستان کی وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG