د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د لوگر پر حکومتي دفترونو حمله کړې


افغان چارواکی وايي طالبانو د حکومت پر ودانیو باندې د کابل په جنوبي برخو کې نن د دوشنبی په ورځ حمله کړې ده.

په لوگر کې د حکومت یوه نطاق وویل چې طالبانو د لوگر په مرکز پل عالم کې د حکومت پر دفترونو باندې او د پولیسو پر قومندانۍ باندې د راکټ ډزې وکړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې ډزو کې لږ تر لږه یو پولیس وژل شوی دی.

د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد وویل چې شپږ ځان وژونکیو په دې حمله کې برخه اخیستې وه.

رپوټ وايي طالبانو ددې لپاره په دې وروستیو اونیو کې خپلې حملې زیاتې کړي دي چې خلک وبیروي او هغوی د اسد په ٢٩مه په انتخاباتو کې برخه وانه خیستلی شي.

XS
SM
MD
LG