د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغانستان جگړه له عراق نه قیمته تمامیږي'


د یکشنبی د ورځی د واشنگټن پوست په ورځپاڼه کې راغلی دی، په داسی حال کې چې د اوباما حکومت په افغانستان کې خپل فعالیتونه زیاتوي، نظامی ماهران خبرداری ورکوی چې امریکا دامنیت او سیاسی چارو په باره کې وعدی کړیدی، هغه به لږترلږه یوه لسیزه وخت ونیسی او ښائې چې ددی قیمت به دعراق له جنگ نه زیات شي.

ورځپاڼه دکانگرس د پلټنی د څانگی د دفتر له قوله لیکی چې له هغه وخت نه راپدی خوا چې اته کاله پخوا امریکا په افغانستان کې مداخله کړیده، ٢٢٣ میلیارده ډالر یې د جنگ پوری په مربوطو شیانو لگولي دي.

د جنگی عملیاتو نه پرته په مرسته باندی ډیری زیاتی پیسی لگیږی چې په دوه زره دریم کال کې ٩٨٢ میلونه ډالر و چې تیر کال دا اندازه نهه عشاریه دری میلیاردو ډالرو ته لوړه شوه.

واشنگټن پوست ورځپاڼه وايي، تقریبآ داخبره ثابته ده چې دغه لگښت مخ په زیاتیدو دی . داوباما حکومت دافغانستان په باره کې پخپل دریځ باندی کره کتنه کوی چې داوږدی مودی په امنیت ، په اقتصادی پرمختگ او دوام باندی پکې زیات ټینگار شویدی . احتمال لری چې ددی دریځ له کبله په افغانستان کې زیاتو امریکائې عسکرو ته ضرورت پیدا شی چې لږترلږه د افغانستان اضافی امنیتی قواوې وروزي.

توقع ده چې په افغانستان کې دامریکا لوړرتبه قوماندان جنرال سټینلی مک کرسټلی دمیاشتی په اخرکې ددغه هیواد دوضع په باره کې خپله ارزیابی څرگنده کړی. کیدای شی چې په دغه ارزیابی کې دعسکرو شمیر زیات شی چې دجمهوررئیس اوباما دنوی سټراټیجی په عملی کولو کې مرسته وکړی.

سټفن بیدل چې دخارجی روابطو په شورا کې ددفاعی چارو دپالیسی یولوړ رتبه غړی او دمک کرسټل دسټراټیجیکی ارزیابی دمشورتی ډلی غړی هم دی، وویل، موږبه دډیرو کلونو لپاره دگڼ شمیر عسکرو حضورته ضرورت ولرواو ښائې چې داوږدی مودی لپاره دزیاتی مالی مرستی وعده وکړو.

ښاغلی بیډل زیاته کړه چې جنرال به دافغانستان دامنیتی قواو دزیاتولوپیشنهاد وکړی چې دهیواد امنیت وساتلی شی چې پدی به دومره لگښت کیږی چې دافغانستان حکومت به ئې له توان نه ونشی وتلی.

ورځپاڼه دنظامی ماهرانو له قوله لیکی چې اضافی منابعوته ضرورت دی . مگر ډیر نور چې ځینی ئې جنرال مک کرسټل ته مشوری ورکوی، وائې، ویره داده چې عام خلک دمهمو وعدونه خبرندی چې هغه دواشنگټن دنووپالیسوسره ملگری دی.

ددفاع دوزارت پخوانی معین بینگ ویست چې دافغانستان او عراق دجنگونو په باره کې تجربه هم لری وویل،دبلی یوی لسیزی لپاره دافغانستان قواوته په کال کې څلورمیلیارده ډالر پکار دی چې پدی کې به دبیا ودانولولپاره یوڅه پیسی شاملی وی.بینگ وویل، کانگرس اوس زموږ دقواو ملاتړ کوی مگر ویره داده چې ښائی دهغو پیسو ملاتړ ونکړی په راتلونکی کې به دافغانستان دپرمختگ لپاره پکاروی. ورځپاڼه لیکی چې دکانگرس ځینی غړی اندیښنه لري.

د ولسی جرگی دبودیجی جرگه گی دخپل دوه زره لسم کال په مالی رپوټ کې ویلی دی چې دامریکا دهغې وعدی په باره کې اندیسښنه لری چې غواړی په داسی هیواد کې ثبات راولی چې دخارجی عسکرو دمداخلی دنه منلو تاریخ لری او کوښښ کوی چې په کورنی سیاست اثررسوخ پیدا کړی.

واشنگټن پوست ورځپاڼه خپل رپوټ ته دوام ورکوی اولیکی، دیودپاسه ددوه زرم کال نه راپدی خوا دافغانستان حکومت یو څه سیاسی او نظامی پرمختگ کړیدی مگر افراطی طالبان بیا قوی شویدی .

ورځپاڼه لیکی ، دامریکا کار په افغانستان کې له عراق نه ډیر مشکل دی چې دامریکا دحکومت دجنگ پوری مربوط لگښت ٦٨۴ میلیارده ډالردی .

ورځپاڼه وائې، دنړۍ دفیکټ بوک له مخی دافغانستان دحکومت کلنی مالیه٨٩٠ میلونه ډالر کیږی.

ددفاع وزیر رابرټ گیټزڅرگنده کړیده چې دافغانستان ملی بودیجه ددی گنجایش نلری چې دوه میلیارده ډالر په ملی اردو او پولیسو باندی ولگوی.

XS
SM
MD
LG