د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: ناامني د رایه اچوونکو مخه نیسي


د امریکا د بلومبرگ خپرونه لیکي چې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو عالي رتبه استازی وايي، په دې کې هیڅ د شک امکان نشته چې امنیتي گواښونه به په افغانستان کې ددې باعث شي چې لږ خلک په انتخاباتو کې برخه واخلي.

خپرونه لیکي، په هغه رپوټ کې چې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د همکاریو ادارې یا یوناما او د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون په گډه خپور کړی ویل شوي چې په کندهار کې ښځینه کاندیدانې مجبورې شوي چې خپل کورونه پرېږدي او په شمالي ولایت تخار کې د یوې کاندیدې کور ته اور اچول شوی او د انتخاباتي مبارزې دفتر یې ور تړل شوی دی.

د یوناما رئیس کا ایډه د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل: "دا وخت په ملک کې یو بحران روان دی او له دې امله به ټول افغانان ونشي کړی چې د رایو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې سره سم اقدام وکړي".

بلومبرگ لیکي، په راروانو انتخاباتو کې ۴١ کاندیدان د جمهوري ریاست د مقام لپاره او د تقریبا ٣٠٠٠ کاندیدان د ولایتي شوراگانو لپاره مبارزې ته ولاړ دي.

دغه ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د ناټو او امریکا قواوو پراخ عملیات پیل کړي دي چې د اسد د ٢٩مې د انتخاباتو وړاندې په ملک کې ثبات ټینگ کړي.

XS
SM
MD
LG