د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له طالبانو سره تړلي قاچاقبران په نښه کوي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د نشيي موادو د پنځوسو لویو قاچاقبرانو لسټ تیار کړی چې باید ونیول شي او یا ووژل شي. ورځپاڼه لیکي، دا خبره د امریکا د پارلمان په هغه رپوټ کې راغلې چې توقع ده په دې هفته کې خپور شي او دا د امریکا د مخدره موادو ضد مبارزې په ستراتیژئ کې د پام وړ بدلون دی.

د امریکا د نظامي قومندانانو خپل پارلمان ته ویلي چې دا کار د نړیوالو قوانینو او نظامي قواعدو پر اساسي قانوني دی. دوی همدارنگه ویلي، دا کار به د دوی له هغو هلو ځلو سره مرسته وکړي چې غواړي د نشيي موادو د کاروبار پیسې طالبانو ته ونه رسیږي.

نیویارک ټایمز لیکي، په افغانستان کې عالي رتبه نظامي قومندانانو د پارلمان د خارجي اړیکو کمیټې ته ویلي چې دوه لوی قاچاقبران ددغه لسټ په سر کې دي چې معلومداره له افراطیت سره اړیکې لري. دوی ته د افراطیانو د مشرانو په سترگه کتل کیږي او هر وخت چې وشي وبه نیول شي او یا به ووژل شي.

دغو جنرالانو ویلي چې مخکې له دې چې ددغو کسانو نومونه په لسټ کې شامل شي، د دوی په اړه کافي شواهد او اسناد تر لاسه شوي او یوازې هم هغه قاچاقبران په نښه کیږي چې له افراطیت سره لاس لري.

نیویارک ټایمز لیکي، په لسټ کې د شاملو پنځوسو کسانو په اړه ویل شوي چې له طالبانو سره مالي مرسته کوي.

ورځپاڼه لیکي، یوه جنرال چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د مشرانو جرگې د خارجي اړیکو کمیټې ته ویلي چې: په اصل کې موږ د ٣٦٧ داسې کسانو لسټ لرو چې باید ونیول شي او یا ووژل شي چې په دوی کې ٥٠ تنه داسې دي چې د نشيي موادو د قاچاق تر څنگ له افراطیت سره لاس لري".

XS
SM
MD
LG