د لاس رسي وړ اتصالات

کمیسون: انتخاباتو ته پوره تیاری شوی دی


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي وایي، د اسد د ٢٩مې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره تیاری د ټاکلې مودې دمخه تر سره شوی دی او د رایې ورکولو په زرگونو پاڼې او بکسونه همدا اوس د هیواد د مختلفو سیمو لپاره تیار دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون کارکوونکي تیره اونۍ د رایو د شنو بکسونو او د کاغذونو د بنډلونو په بسته بندئ بوخت وو.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د لوژستیک رئیس مشتاق احمد بلال وایي:

(.. مونږ د جولایي په دوویشتمه د وټ پاڼو بسته بندي پیل کړی، زمونږ پلان دا و چې د اگست په لسمه دا کار پای ته ورسوو، وروستنی ولایت کابل و چې تر ټولو لوی و. خو خوشبختانه مونږ د ټاکلی مودې دمخه یو. او کارونه ډیر ښه پرته له ستونزو پرمخ روان دي.)

د اسوشیتید پرس تلویزیون په وینا په داسې حال کې چې وروستنۍ نظر پوښتنې نشته په پراخه توگه اټکل کېږي چې برحال جمهور رئیس ښایي تر نورو دمخه وي.

د افغانستان د اوه زرو انتخاباتي مرکزونو له جملې څخه ښایي د هیواد په جنوب او ختیځ کې په سلگونو مرکزونه د بې امنۍ له کبله پرانستل شي چې دا کار ښایي حامد کرزی د خپلو پښتنو وطندارانو له زیات شمیر رایو څخه محروم کړي.

طالبانو انتخابات د امریکا له لورې برابر شوی ساختگي ټاکنې بللي او ښایي د هغې د گډوډولو هڅه وکړي.

بل دا چې د درې زرو په شاو خوا کې خره به وټ پاڼی په لیرې پرتو سیمو کې انتخاباتي مرکزونو ته ورسوي. په وټ پاڼو کې هر کاندید په انتخاباتي سمبول په نښه شوی تر څو تقریبا اویا په سلو کې افغانان چې په لیک لوست نه پوهیږي، د هغې له مخې خپل کاندید وپیژني.

همدا شان لس زره نور اضافي بهرني ځواکونه به دغه اوه زره انتخاباتي مرکزونه د طالبانو د احتمالي بریدونو څخه ساتي.

دا د افغانستان په تاریخ کې د جمهوري ریاست دوهم انتخابات دي چې په لسگونو کاندیدان په کې په مبارزه بوخت دي.

د رپوټونو له مخې د جمهور رئیس حامد کرزي یو عمده سیال عبدالله عبدالله چې د بدلون شعار ورکوي او د اداري فساد پر ضد د مبارزې خبرې کوي، په حیرانوونکې توگه یې زیات خلک ځان ته راجلب کړي او د خپلو پلویانو په منځ کې یې دا هیله پیدا کړې چې که جمهور رئیس حامد کرزی ونه شي کړای چې په لومړي پړاو کې اکثریت رای وگټي، نو په دوهم پړاو کې به ورته ماتې ورکړي. خو د افغانستان په لوی ښار کابل کې د عبدالله کمپاین دا معنی نه ورکوي چې هغه دومره ملاتړ ترلاسه کړی چې کرزی به وپرځوي.

د نړیوالې پراختیا د حقوقو د سازمان سیاسي څیړونکی پوهاند داکتر ودیر صافی وایي سیاست مداران به د رائیو مرکزونو ته د رای ورکونکو په تللو کې له ستونزو سره مخامخ شي.

(.. زمونږ رای ورکوونکي د تیر ځل په پرتله چې ډیر زیات مینه وال و، دا ځل بې علاقی دي. د بې کفایته حکومت او ادارې په وجه چې د خلکو لپاره هیڅ نه کوي چې لږ تر لږه د هغوی ژوند بهتره کړي.)

کارپوهان په دې موافق دي چې جمهور رئیس حامد کرزی اوس هم مخکې دی، نوموړي په څو غونډو کې چې گډون یې کړی زیات شمیر مینه وال راجلب کړي چې یوه یې د شنبې په ورځ په بغلان کې وه چې په زرگونو اسماعلیه شیعه مذهبه ورته د لیرې پرتو سیمو څخه راغلي و چې په ساعتونونو پیاده منزل یې کړی و.

خو کرزی چې یو وخت د افغانستان دننه او په بهر کې ډیر مشهور و، په دې وروستیو کلونو کې یې د پراخ بنسټه حکومت د نه لرلو، اداري فساد، د تاو تریخوالي د دوام او مخدره موادو په وجه زرق و برق له لاسه ورکړی. خو د هغه عمده سیلان هم د پراخ بنسټه پلوی نه بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG