د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کی د امریکا درې عسکر وژل شوي دي


په افغانستان کی د امریکا د عسکرو تلفات مخ په زیاتیدو دی ځکه چی د جمهوری ریاست دانتخاباتونه مخکی چی داگست په ٢٠مه باندی به وشی، له یاغیانو سره دهیواد په جنوب کی نوی نښتې شوي دي.

د ناټو چارواکیو نند سه شنبی په ورځ وویل چیداعسکر په دری مختلفو ځایونو کی په تیرو دری ورځو کیپه ډزو کی ووژل شول.

دپولینډ ددفاع وزیر وایی یو پولنډی عسکر په افغانستان کی له طالبانو سره په ډزو کی وژل شویدی. داسی ښکاری چی داهماغه نښته وی چی ناټو وویل یاغیانو په غزنی کی ددوشنبی په ورځ یوه ناڅاپی حمله کړی وه.

د افغانستان قواو وویل چی ددوی دری تنه عسکر په همدغه برید کی ووژل شول. د پولینډ چارواکی وایی چی ددوی عسکر اولنی سړی و چی لادرکه شوی و. خووروسته بیا مړ پیدا شو.

د پولینډ څلور عسکر په ډزو کی زخمی شول.رپوټ وایی چی دا تیری څو اونی د غربی قواو لپاره په افغانستان کی ډیری خونړۍ گڼل شویدی.

چارواکی وایی چی طآلبانو ددی لپاره خپل بریدونه زیات کړیدی چی رایی ورکوونکی داگست د شلمی نیټی د جمهوری ریاست په انتخاباتوکی له برخی اخیستلو نه ایسار کړی.

رپوټ وایی چی یوازی د جولای په میاشت کی د امریکا اوناټو ٧٥ عسکر ووژل شول.

XS
SM
MD
LG