د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د توغندیو حمله کې ١٠ یاغیان وژل شوي


پاکستاني مقامات وايي چې په جنوبي وزیرستان کی د توغندیو په برید کی چی ګومان کیږي د آمریکا د خواه سوی وي، لږ تر لږه لس یاغیان وژل سوي دي.

چارواکي وايي چی د سی شنبی په ورځ د امریکا د بی پیلوټه الوتکی په قبایلي سیمو کی د یاغیانو یو مرکز په نښه کړ. دا په داسي حال کی ده چی تیره اونۍ هم،دغه راز عملیات ترسره سوی وو چی د ریپوټونه د مخي د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله مسود پکښي ووژل سو.

د بلي خواه پاکستاني طالبان بیا وايي چی د مسود د مرګ خبره درواغ ده، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک د آمریکا غږ د اردو څانګی سره په مرکه کی وویل چی معتبره استخباراتي معلومات دا څرګندوي چی د طالبانو مشر بیت الله مسود د تیری اونۍ په عملیاتو کی وژل سوی دی. هغه وویل چی د پیښي سیمی ته استخباراتي مامورین وراستول سوي دي ترڅو دقیق شواهد راټول کړي.

په عین حال کی د سی شنبی په ورځ د پاکستان پولیسو ویلي دي چی د طالبانو د خواه د راکټ په یوی حملی کی د پیښور په ښار کی دوه ملکي کسان ووژل سول. دغه راز پاکستاني مامورینو دا هم ویلي دي چی یاغیانو د پښاور ښار ته نیږدی پر یوه نظامي مرکز باندی هم برید کړی چی د برید په ځواب کی پاکستاني ملیشاوو د یاغیانو دری تنه ووژل.

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیات د دوی د هغو عملیاتو برخه ده چې په سوات کې یې څو میاشتې مخکې وروسته له هغه پیل کړل چې طالبانو له حکومت سره د سولې یو تړون مات کړ.

ددغو عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه پورې نږدې دوه میلیونه ځايي خلک د خپلو کلیو او کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.

XS
SM
MD
LG