د لاس رسي وړ اتصالات

د پرویز مشرف خلاف رسمي دعوه شوې


د پاکستان پولیسو د جنرال پرویز مشر ف خلاف په دی باندی یوه دعوه رسمی کړیده چی هغه د ٢٠٠٧ میلادی کال د سیاسی شخړو په دوران کی یوڅو قاضیان توقیف کړی وو. چارواکی وایی چی دا دعوه نن د سه شنبی په ورځ رسمی شویده اوکه چیری جنرال پرویز مشرف په دی دعوه کی محکوم شی نو تردری کلونو پوری قید کیدلی شی.

ددی میاشتی په سر کی د پاکستان ستر ی محکمی حکم وکړ چی ښاغلی مشرف هغه وخت له اساسی قانون نه سر غړونه کړیده چی په پاکستان کی یی اضطراری حالت یی اعلان کړ؛ او قاضیان یی ددی لپاره برطرف کړل چی د جمهوررئیس په توگه پاتی شی.

رپوټ وایی چی دغه نظامی حآکم تیرکال له جمهوری ریاست نه، ددی لپاره استعفی وکړله چی له مواخذه کیدلونه ځان وژغوری. جنرال مشرف له تیرو دوه میاشتو راهیسی په لندن کی اوسیږی.
کله چی جنرال پرویز مشرف استعفی وکړله نو دهغه په ځای باندی اصف علی زرداری چی د پاکستان د پخوانی وژل شوی صدر اعظمی بینظیربهټو خاوند ود پاکستان د پیپلز گوند له خوانه د جمهوررئیس په توگه وټاکل شو. رپوټ وایی دهغه د پاکستان پیپلز گوند د جمهوری ریاست په انتخاباتوکی په پارلیمان کی اکثریت گټلی و.

XS
SM
MD
LG