د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اشرف غني لپاره خاص پوست په نظر کې لري


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې نن لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د اشرف غني لپاره یو نوی خاص پوسټ په نظر کې لري.

ورځپاڼه د افغان مقاماتو له قوله لیکلي چې امریکايي عالي رتبه چارواکیو یو ځل بیا دداسې یوه پلان سره علاقه ښودلې چې د افغانستان د انتخاباتو وروسته تطبیق شي. ددغه پلان له مخې په پام کې ده چې په افغانستان کې د اجرائیه رئیس یو مقام ایجاد شي چې که جمهور رئیس کرزی آینده انتخابات وگټي نو تر هغه رالاندې به یو کس په دغه مقام باندې کار کوي.

وروستي حالات داسې ښيي چې امریکا ددې لپاره اشرف غني په پام کې نیولی دی. دی پخوا د مالیې وزیر وو او اوس د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کرزي مهم سیال گڼل کیږي.

واشنگټن پوسټ لیکلي، د اشرف غني د انتخاباتي مبارزې یوه مسئول ویلي چې په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکنبري او سیمې ته د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک په خپلو وروستیو سفرونو کې همدا موضوع څیړلې او له دې نه دا څرگندیږي چې امریکا داسې یو افغان حکومت غواړي چې زیات ټیکنوکراتان پکې وي.

په تیرو پنځو کلونو کې د امریکايي مقاماتو او د کرزي د حکومت تر منځ له دې امله فاصله ورځ په ورځ زیاتیده چې د طالبانو تشدد پراخیده او په اداره کې فساد او غیر موثریت هم په زیاتیدو وو.

واشنگټن پوسټ لیکلي، تر جمهور رئیس رالاندې د یوه اجرائیه مشر د موجودیت مسئله څو میاشتې مخکې هم را پورته شوې وه. هغه وخت آوازه وه چې ددغه پوسټ لپاره په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد کاندید دی.

ورځپاڼه لیکي، اشرف غني چې د امریکا د کولمبیا له پوهنتون نه دوکتورا لري، د نړیوال بانک سره یې کار کړی او د یوه ماهر ټیکنوکرات په توگه ښه نوم لري. مخصوصا کله چې دی د افغانستان د مالیې وزیر وو، د افغانستان پر نویو بانک نوټونو او بودیجې باندې یې کار وکړ او له دې امله هم دده نوم پورته شو خو دده همکاران وايي چې ډیر تند مزاجه انسان دی.

واشنگټن پوسټ لیکلي، خو پخپله ښاغلي اشرف غني ویلي دي چې په هیڅ صورت به جمهور‏ي ریاست ته له خپلې کاندیدئ نه لاس په سر نه شي. دی پلان لري چې د خپل کمپاین لپاره په آینده اتو ورځو کې لږ تر لږه شپږو ولایتونو ته سفرونه وکړي.

د رویټر خبري آژانس له قوله، اشرف غني څو ورځې مخکې خبریالانو ته وویل چې ما خپل دریځ روښانه کړی. له ما نه دغه غوښتنه شوې ده خو ما نه ده قبوله کړې. خو رپوټ وايي، اشرف غني ويلي دي چې که دی انتخابات وبایلي نو په هغه صورت کې په حکومت کې کار کول نه ردوي.

واشنگټن پوسټ لیکلي، د جمهور رئیس کرزي یوه ویاند وحید عمر د کرزي له خوا دغه ډول کوم مشخص پیشنهاد نه دی تائید کړی خو ویلي یې دي چې د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي مبارزه کوونکو تر منځ مذاکرات روان دي.

وحید عمر وايي: "کرزی په دې فکر کې دی چې د اشرف غني په څیر کسان دده په ډله کې برخه واخلي نو په نتیجه کې به آینده حکومت یوه قوي اداره ولري".

واشنگټن پوسټ لیکلي، هغو افغانانو چې په شویو مذاکراتو خبر دي، ویلي دي چې اشرف غني د کرزي په اداره کې کار کولو ته زړه ښه کړی خو ویلي دي چې باید صلاحیت ورکړل شي چې خپل پ طرح کړي پروگرامونه عملي کړي.

دغه چارواکو چې د خپل نوم له اخیستلو څخه یې ډډه کړې، دا تائید کړې ده چې د دواړو خواوو تر منځ خبرې شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، په هغه احصائیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه معلومه شوې چې کرزی ۴٥ فیصده ملاتړي لري. ډاکتر عبدالله ٢٥ فیصده او اشرف غني څلورم ښودل شوی او ویل شوي چې یوازې ۴ فیصده خلکو چې په احصائیه کې پوښتل شوي ویلي چې رایه ورکوي.

واشنگټن پوسټ لیکي، په انتخاباتي مبارزو کې د مارشال فهیم او جنرال دوستم په شان جنگسالاران د کرزي ملاتړ کوي. امریکايي مقامات اندېښمن دي چې کیدای شي له انتخاباتو وروسته د حکومت مهمې څوکئ د لیاقت پر اساس نه بلکه د همدغو واسطو پر اساس خلکو ته ورکړل شي.

ورځپاڼه لیکي، ډیر خلک داسې فکر کوي چې اشرف غني کیدای شي د کرزي لپاره یو ښه اداري منتظم و اوسي چې دی د مخالفو خواوو تر منځ په ښه منځگړیتوب مشهور دی.

واشنگټن پوسټ د افغانستان په اړه د پالیسیو د تحقیقاتي ادارې د څیړونکي هارون میر خبره را اخیستې ده چې وايي: "له کرزي سره په افغانستان کې د زیاتېدونکي نفوس، بې روزگارئ او د امنیت او خدماتو د ضرورت فکر نشته. هغه ډیر فکر په دې کوي چې عامه رضایت موجود وي. تر هغه حده چې هغه کولای شي چې د مقتدرو اشخاصو ذهینت وگټي فکر کوي چې بریالی دی".

ورځپاڼه لیکي، دغه سیاسي مبارزه په داسې حال کې تیزه شوې ده چې د انتخاباتو نیټې ته د گتو په شمار ورځې پاتې دي.

د اسد په ٢٩مه په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراگانو انتخاباتو تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG