د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي ناټو په افغانستان کې زیات وخت پاتې شي


پنټاگان پرون دسه شنبی په ورځ دناټو په متحدینواو نورو هغو هیوادونو باندی غږ وکړ چې په افغانستان کې عسکر لری ، حتئ دبلی هفتی دجمهوری ریاست له انتخاباتونه وروسته د خپلو عسکرو اوسنی شمیرپه دغه هیواد کې وساتی.

د ناټو یو شمیر غړو هیوادونو په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر زیات کړیدی چې د انتخاباتو په وخت کې امنیت وساتی او توقع ده چې یو ځل انتخابات ختم شی نو دغه اضافی عسکر به بیرته وطن ته ځی.

مگر پرون دسه شنبی په ورځ د پنټاگان د مطبوعاتو د دفتر رئیس جیوف موریل له هغو هیوادونو نه وغوښتل چې دخپلو عسکرو شمیر ئې زیات کړیدی، داگست دشلمی نیټی دانتخاباتو نه وروسته خپل اضافی عسکر ددغې نیټی نه وروسته په دغه هیواد کې پریږدی . ښاغلئ موریل وائې:

په څرگنده توگه دا زموږ هیله ده چې کله چې ددغو هیوادونو لپاره دخپلوعسکرو دلیږلو په نیټه باندی غورکوی چې زیات شمیرئې لدی لپاره دغه هیواد ته استولی دی چې دانتخاباتو نه دمخه امنیت وساتی . دوی ته پکاردی چې په دغه پریکړه باندی له سره غوروکړی او دزیات وخت لپاره ئې پدی هیله په دغه هیواد کې دیره کړی چې دامنیت په ساتلو کې ونډه واخلی .

دپنټاگان یو مامور اټکل کوی چې متحدینو دپنځو او شپږو زرو ترمنځ عسکر اضافی عسکر افغانستان ته استولی دی چې دانتخاباتو په وخت کې دامنیت په ساتلو کې ونډه واخلی او دا خبره ئې هم وکړه چې امریکائې ماموران په نورو هیوادونوکې له خپلو انډولانونه غواړی چې خپل عسکر همدغلته پاتی کړی.

دامریکا ددفاع وزیررابرټ گیټز او نورو لوړرتبه مامورانو په پرله پسی توگه له متحدینونه غوښتی دی چې اضافی عسکر افغانستان ته ولیږی او هغه محدودیتونه لیری کړی چې دخپلو عسکرو دځای په ځای کولو په باره کې ئې لگولی دی . پنټاگان وائې، دامریکا اوس دوه شپیته زره تنه عسکر په افغانستان کې لری او نور ملکونه نهه دیرش زره عسکر په افغانستان کې لری چې پدی کې هغه عسکر هم شامل دی چې دانتخاباتو په وخت کې دامنیت دساتلو لپاره افغانستان ته استول شویدی. مگر دناټو زیات شمیر عسکرو ته اجازه نشته چې جنگی عملیاتو کې برخه واخلی یاحتئ دهیواد په هغو برخوکې دیره شی چې نا ارامی پکی وی.

پدی هفته کې په افغانستان کې دامریکا او ناټو لوړ رتبه قوماندان جنرال سټینلی مک کریسټل دوال سټریټ جورنال ورځپاڼی ته وویل، په اوس وخت کې طالبان یو ډیر تیری کونکی دښمن دی او دده قواوته پکارده چې ددوی تحرک او ابتکار ختم کړی. جنرال مک کرسټل دغه کوښښ یو سخت کار یاد کړ.

یوشمیر ملکی ماهرانو چې جنرال مک کرسټل بلنه ورکړیده چې ددغې وضع په ارزیابی کې ورسره مرسته وکړی، وویل، دوی پیشنهاد کوی چې دی دی دنورو امریکائې عسکرو لپاره غوښتنه وکړی. امریکا چې تیرکال په افغانستان کې عسکر لرل هغه لا پخوا دوه برابره شویدی او ددفاع دوزیرگیټز په شمول ځینو مامورانو دنورو عسکرو دلیږلو په باره کې ټکنی دی. مگر د پنټاگان مامورانو خبرداری ورکړیدی چې دجنرال مک کرسټل ارزیابی لانده بشپړشوی او احتمال لری چې تربلی میاشتی پوری څرگنده نشی .

XS
SM
MD
LG