د لاس رسي وړ اتصالات

د نوزاد په ولسوالۍ کې عملیات پیل شول


په داسې حال کې چې بل هفته په افغانستان کې انتخابات کیږي، د امریکا د سمندری پوځ تقریبا ۴٠٠ عسکرو د افغانستاند پوځد سلو تنوعسکرو په ملگرتیا د هلمند د نوزاد د ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

دغه شریک نظامي عملیات نن پیل شول او پوځ ورتهد ایسټرن ریزالوټو، یا د دوهمی ختیزی ارادینوم ورکړی دی.

د امریکا پوځي مقامات وایي هدف یی دادی چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون او د افغانستان امنیتي ځواکونه وکولای شي خپل کار په ازادانه ډول هلته شروع کړي.

خو د امریکاد پوځ په مطبوعاتياعلامیه کېددغو عملیاتو په دوران کی د تلفاتو په هکله څه ندي ویل شوي.

د نوزاد په ولسوالئ کی طالبانو اعلان کړی ؤ چېد اسد په ٢٩مه به دجمهوری ریاست انتخابات اخلال کړی ، خلک ییډارولی دیاو د رایو دورکولوپه مرکزونو باندی دحملوگواښ ییهم کړی ؤ.

نن د چهارشنبې په ورځ طالبانو د کندوز په ولایت کی د پولیسو په یوه سرماموریت باندی حمله وکړه او قوماندان او د هغه یو محافظ یی ووژل.

همداراز، د قندهار په ولایت کی هم د افغانستان د حکومتي مامورانو په ویناد سه شنبی په ورځ د سړک په غاړه د بمونو په چاودنو کې نهه تنه ملکي خلک مړه او څلور کسان یې زخمیان شوي دي.

د افغانستان په جنوب کې د اسوشیټډ پریس خبري اژانسدوه خبریالان چې د امریکا د پوځ سره ملگري وو. د سړک د غاړې د بم په یوه چاودنه کې زخمیان شوي دي.

یو ژورنالست چې انډې جتمیکو نومیږي او په اصل کې د اندونیزیا دیپښه او پوښتیو کې یې زخمونه خوړلي دي او یو بل ژورنالست چې ایمیلو موریناټی نومیږي او د هسپانیې دیپه پښه باندې زخمي شوي دی او د پښی یوه گوته یې قطع شوې ده.

د (اې پي) اژانس رئیس ټام کرليې نن وویل چې ددغو دواړو ژورنالستانو زخمي کیدل ښيي چېژورنالستان د هغه په ویناپه نړۍ کې د جنگ تر ټولو خطرناکې جبهې نه راسا د راپورونو د ورکولو په وخت د څومره سختو خطرونو سره مخامخ کیږي.

XS
SM
MD
LG