د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: پر بندیان جنسي تیری نه دی شوی


د ایران د پارلمان رئیس نن هغه ادعاگانی رد کړې چې پکې ویل شوي دي، د جنجالی انتخاباتو نه وروسته د مظاهرو په دوران کې یو شمیر ښځې او کم عمره ځوانان نیول شوي وو او په زندانونو کې ېې په عزت او ناموس باندې تیری شوی دی.

د ایران مطبوعاتو نن د پارلمان د رئیس علي لاریجاني له قوله وویل چې په زندانونو کې د ښځو او کم عمره قیدیانو د بې عزته کیدلو راپورونه بې اساسه دي. هغه وویل چې د پارلمان له خوا چې په دې اړه کوم تفتیش شوی دی ښيي چې د کاریزک او ایروین په زندانونو کې په کوم قیدی باندې د جنسی تیري تورونه غلط و. اکثرا قیدیان په همدې زندانونو کې ساتل شوي دي.

وروسته ددې نه چې د جمهوری ریاست یوه ناکام کاندید مهدي کهروبي په خپل یوه لیک کې چې د ایران پخواني جمهور رئیس هاشمي رفسنجاني ته یې لیږلی دغه تور ولگاوه نو د پارلمان رئیس د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

کهروبي په خپل لیک کې وايي چې د قید په دوران کی یو شمیر ښځو قیدیانو او کم عمره هلکانو ته، په هغوی باندې په زندان کې د جنسي تیري په نتیجه کې، ډیر شدید جسماني او ذهنی تاوان رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG