د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د افغانستان د جگړې قیمت او ارزیابي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا جمهوررئیس براک اوباما ښایي نور د ترهگرئ خلاف نړیوالې جگړې ته ادامه نه ورکوی لکه څنگه چې د کورني امنیت سلاکار جان برینن تیره اونۍ په یوه مهمه وینا کی اعلان وکړ. خو ترهرنوم لاندی چی داکار کوی اوباما دیته ادامه ورکړیده چی په افغانستان کی دامریکا جگړه زیاته کړی.

افغانستان د پخواني جمهوررئیس جورج بش په وخت کې د جگړی اصلي محاذ و.

د سږ کال د فبروري په میاشت کې جمهوررئیس د اولس زرو نورو عسکرو د لیږلو امر صادر کړ او هغه قوماندان چې هلته نوي مقرر شوي دي توقع کیږي چې په نیژدی راتلونکې کې د نورو عسکرو غوښتنه هم وکړي.

نیویارک ټایمز لیکی چی داسې معلومیږي چې په وال ستریت کی هغه د خپلی مدعا لپاره زمینه برابروی. ورځپاڼه لیکی چی دامریکا عالیرتبه جنرال وایی په افغانستان کی طالبانو برلاسی پیدا کړیده.

دامریکا یوقوماندان وویل چی جنرال به نوی عسکر ونه گوماری اویابه دنویو عسکرو غوښتنه وکړی خو څو تنو چارو اکیو چی د جنرال مکریستل په هغه نوی کتنه کی برخه اخیستی ده چی جگړی د شپیتو ورځو د څرنگوالی په برخه کی کیږ ی هغوی وایی توقع کوی چی هغه به بالاخره تقریبا لس زره نور عسکر دافغانستان لپاره وغواړی.

په لندن ټایمز کی هم انټونی کاردز من وایی چی طالبان په افغانستان کی د خاوری او خلکو کنترو ل گټی او وایی چی تقریبا ۴٥ زره نورو عسکرو ته ضرورت دی.

نیویارک ټایمز لیکی چی د واشنگټن په یولړ خلکو کی هم د عسکرو دزیاتوالی پلویان شته دی او په سناتورانو کی یودوه کسانو جمهوررئیس ته ویلی دی چی په افغانستان کی دعسکرو شمیر دوه چنده کړی.

نیویارک ټایمز لیکی چی سناتور لنډسی گراهام ویلی دی چی موږ په عراق کی اشتباه وکړله راځۍ چی دا اشتباه په افغانستان کی ونکړو راځۍ چی کارونه په ارزانه توگه ونکړو.

نیویارک ټایمز لیکی چی ایا دا ښه ستراتیژی ده اوکه نه ده چی افغانستان ته نورعسکر ولیږل شی او نوری پیسی پری ولگول شی او وخت هم ورته اختصاص شی. خودایوه داسی پوښتنه ده چی ډیر ماهران یی اوس کوی. یوه ماهر وویل چی افغانستان دامریکا لپاره تقریبا هیڅ نلری چی امریکا یی غواړی او ورته مهم دی چی دومره زیاته پاملرنه توجیه کړی شی.

نیویارک ټایمز لیکی چی په واشنگټن کی په دی برخه کی دی پوښتنی ته نه یوازی ځواب نه ورکول کیږی بلکه دا پوښتنه مطرح کیږی هم نه. داکار ددیموکراتانو او جمهوری خواهانو ترمنځ سره ورته دی. په دی برخه کی یوڅو استثناات دی او په هغو کی یوه استثنا داده چی دافغانستان اهمیت فرض کړی شویدی. ترزیاتی اندازی پوری په دی توگه لکه پنځوس کاله مخکی چی امریکا فکرکاوه چی ویتنام ددوی د گټو لپاره ډیر مهم دی.

XS
SM
MD
LG