د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک: امریکا د افغانستان او پاکستان سره مرستي ته ولاړه ده


د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکا خاص آستاځي ریچارډ هالبروک د پاکستاني طالبانو د مشر بیت الله مسود مرگ 'یوه ښه پیښه' بللې ده.

هغه ویلي دي چی د پاکستان په طالبانو کی د بې نظمي او گډوډي د راپیدا کیدو رپوټونه د هر چا د پاره ښه خبرونه دي. مگر هغه دا خبر داری هم ورکړ چی په طالبانو او د هغوی په طرفدارانو او متحدانو کی به لوی تغییر راسی او امریکا نه پوهیږي چی دا تغییر به څه وی.

هالبروک دا تبصره پرون د چهارشنبې په ورځ دلته په واشنگټن کی د مباحثې په وخت وکړه.

د امریکا لوړ رتبه مامورین وایی چی ددې ٩٠ فیصد امکان سته چی بیت الله مهسود تیره هفته د توغوندیو په حمله کی وژل سوی دی.

هالبروک دغه راز د ډیوې رادیو ته وویل چی امریکا چی په مجموعي توگه د نړۍ ملکونو ته کومي مرستي ورکړي دي نو په هغو کی تر ټولو زیاتي نظامي او اقتصادي مرستي یې اسلام آباد ته ورکړی دي.

هغه دا هم وویل چی واشنگټن به د افغانستان د بیا ودانولو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی او په داسی حال کی به هغه هیواد ته ملکي مرستي جاري وساتي چی نظامي عملیات لا دوام لری.

XS
SM
MD
LG