د لاس رسي وړ اتصالات

پر کرمه او اورکزیو بمباري شوې


پاکستاني قواو په صوبه سرحد کی یوه ورځ وروسته له هغه په یاغي طالبانو باندی حملې پیل کړی دي چی یاغیانو د حکومت په طرفداري قبایلي ملیشې باندی برید وکړ.

پاکستاني چارواکي وایی چی توپ لرونکو هلیکوپترو نن د پنجشنبې په ورځ په کرمه او اورکزیو کی د هغو یاغیانو په ځایونو باندي بمبارۍ وکړې چی د پاکستاني طالبانو د مشر بیت الله مهسود سره اړیکي لری او لږ تر لږه ١٢ تنه یې په کی ووژل.

پاکستاني مامورین وایی چی مهسود تیره هفته د امریکا د بې پیلوټه الوتکي د توغوندیو په حمله کی وژل شوی دی، او ځینو امریکایي مامورینو ویلی دي چی داسی نښي نښانې موجودی دی چی د مهسود په قواوکی بې نظمي راغلې ده.

مگر ځیني طالبان وایی چی مهسود ژوندی دی او یوې خوا لا هم تر اوسه پوری باوري شواهد نه دي وړاندی کړي.

د پاکستان د حکومتي قواو دغه ننۍ حمله یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چی د بیت الله مهسود طرفدارانو د ترکستاني بیټني په مشري د حکومت په طرفداري قبایلي ملیشې باندی حمله وکړه. په دې جگړه کی ددواړو خواو نه تقریبا ٧٠ کسه وژل شوي دي.

عیني شاهدان وایی چی د بیټني د سړو تقریبا ۴٠ کورونه هم تبا شوي دي. مگر دا رپوټ مستقلو منابعو ځکه نه دی تایید کړی چی دغي سیمي ته خبریالان نه سی ورتللای.

بیټني د امریکا غږ اردو خپروني ته وویل چی دده سړي د جنوبي وزیرستان او د ټانک د ښارگوټي تر منځ په څو بیلو بیلو ځایونو کی په جگړو اخته دي.

XS
SM
MD
LG