د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د خپلواک ورځ لمانځي


په داسې حال کې چې نن په پاکستان کې د خپلواکئ ورځ لمانځل کیږي، ددغه ملک چارواکو د هند سره د سوله اییزو اړیکوغږ کړی او د افغانستان سرحد ته نږدې د قبایلو لپاره یې نوي حقوق اعلان کړي دي.

په پایتخت اسلام آباد کې ماشومانو ملي سرودونه ویل او بیرغونه یې رپول. په کراچئ کې پوځي افسرانو له موزیک سره یو ځای مارش وکړ.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني په دغه مناسبت په خپلې وینا کې کې وویل چې له ټولو گاونډیو ملکونو سره سوله غواړي او هیله یې وښوده چې له هند سره به یې مذاکرات پرمختگ وکړي. گیلاني د خپل حکومت ددې تعهد نه هم دفاع وکړه چې غواړي تروریزم ته ماتې ورکړي.

د خپلواکئ د ورځې په ماښام د پاکستان جمهور رئیس آصف زرداري اعلان وکړ چې د حکومت له خوا په کنترولیدونکو قبایلي سیمو کې یې پر سیاسي فعالیتونو باندې بندیز لرې کړی دی.

دا د هغه سیستم په خلاف لومړنی قدم دی چې له برتانیې نه پاکستان ته په میراث ور پاتې دی. برتانیه تر ١٩۴٧م کال پورې پر دغه سیمې حاکمه وه.

ښاغلي زرداري همدارنگه پر خلکو غږ وکړ چې د دیموکراسئ او د بشري حقوقو د اصولو احترام وساتي او د ملک د اقتصادي ودې لپاره د دیکتاتورئ او افراطیت په خلاف ودریږي.

پاکستان په ١٩۴٧م کال کې وروسته له هغه د یوه هیواد په توگه رامنځته شو چې هند له برتانیې نه آزادي واخیسته. پخوانی هند په دوو برخو ووېشل شو. نننی پاکستان چې اکثریت یې مسلمانان دي او اوسنی هند چې اکثریت خلک یې هندوان دې سره جلا شول.

د جدایئ پر وخت د ١٠ میلیونو په شاووخوا خلک د سرحد یوې او بلې غاړې ته واوښتل. په دغه دوران کې د فرقيي نښتو په ترڅ کې په سلهاوو زره انسانان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG