د لاس رسي وړ اتصالات

هند د خپلواکئ ورځې ته خاص امنیت نیولی


هندي پولیسو د خپلواکۍ د ورځی د پاره د ترتیباتو نیولو په غرض په پایتخت نوي ډهلي او د ټول ملک په سرحدي سیمو کی قواوي ځاي پر ځای کړي دي.

نن د جمعې په ورځ پولیسو او ملیشه قواو د هندي کشمیر د پایتخت په ځینو سیمو کی گزمې کولې. هندی مامورین وایی چی په هغه سټیډیم کی به هم اضافي امنیت ونیول سی چی د خپلواکۍ د ورځي عمومي مراسم په کی تر سره کیږی.

د اردو مامورین وایی چی د هند د زیاترو ایالتونو نه هم غوښتل شوي دي چی د احتیاط په توگه دی خاص امنیتي ترتیبات ونیسی، او په ټول ملک کی په ټرانسپورټي مرکزونو کی هم امنیت نیول شوی دی. هند د شنبې په ورځ د برتانیې نه د خپلواکۍ اخیستو ٦٢ مه کالیزه لمانځي، او کله چی په ممبای کی د نومبر په میاشت کی غټه تروریستی حمله وسوه، نو دا لومړی ځل دی چی ددغي ورځي مراسم لمانځي.

په دې حمله کی چی لسو وسله والو کسانو وکړه او ملامتي یې په پاکستان کی دیره د لشکر طیبه په تروریستي ډلي باندي اچول کیږی، څه دپاسه ١٦٠ کسه ووژل سول.

XS
SM
MD
LG