د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې چاودنې ٧ تنه ووژل


طالبانو نن په کابل کې د هغې چاودنې مسئولیت اخیستی دی چې اووه تنه پکې ووژل شول او له ٩٠ زیات کسان پکې زخمیان شول. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

چارواکي وايي، یوه ځانمرگي نن سهار د ناټو د قومندانۍ له دروازې سره خپل د چاودېدونکو موادو ډک موټر وچاوه.

عيني شاهدان وايي، ددغې زورورې چاودنې له امله شاووخوا وادنۍ لړزېدلي دي. د پیښې ویډیوگانې ښيي چې ډیر ملکي خلک په وینو لړلي دي او امبولانسونه زخمیان روغتونونو ته رسوي.

د طالبانو یوه ویاند رویټر خبري آژانس ته وویل چې دوی غوښتل چې د امریکا پر سفارت باندې حمله وکړي چې په همدې سیمه کې واقع دی.

طالبانو خبرداری ورکړی چې د اسد د ٢٩مې انتخابات به گډوډ کړي. خو افغان پولیس وايي دغه حمله به افغانان له انتخاباتو نه منع نه کړي.

امریکا د پنجشنبې د ورځې د انتخاباتو نه مخکې د ملک د امنیت د ټینگولو لپاره په زرهاوو عسکر لیږلي دي.

د چهارشنبې په ورځ امریکايي او افغان عسکرو په هلمند کې د نوزاد پر ولسوالۍ حمله وکړه. دا د دوی د هغو پراخو عملیاتو برخه ده چې غواړي له سیمې نه طالبان وباسي.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند خبرادری ورکړی چې په آینده څو ورځو کې به دغه ډول نور عملیات هم وشي.

XS
SM
MD
LG