د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې ځانمرگي پوځیان وژلي


د پاکستان پولیس وايي، په سوات کې په یوې ځانمرگې حملې کې لږ تر لږه پنځه عسکر وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، یوه ځانمرگې نن په خوازه خیله کې د چاودېدونکو موادو ډک موټر د یوې امنیتي پوستې سره وجنگاوه. په پیښه کې لږ تر لږه څلور نور عسکر ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ په تیر اپریل کې وروسته له هغه په سوات او شاووخوا سیمو کې عملیات پیل کړل چې طالبانو له حکومت سره د سولې یو تړون مات کړ او پایتخت اسلام آباد ته یې پرمختگ پیل کړ.

د پاکستان چاوراکو دغه عملیات بریالي گڼلي او وايي ډیر ورانکاري یې له سیمې ایستلي دي. خو بیا هم پاکستاني قواوې وخت ناوخته د ورانکارو له مقاومت سره مخامخ کیږي.

پوځ وايي، عسکرو یې نن د سوات په یوې بلې سیمې کې تالاشي کوله چې له تندروانو سره په جگړه واوښتل. پوځ وايي، په دغې جگړې کې یې اته ورانکاري وژلي او او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.

د پاکستان چارواکي همدارنگه وايي، پوځي جټ الوتکو نن په جنوبي وزیرستان کې هم د ورانکارو یو پټ مرکز په نښه کړی دی.

XS
SM
MD
LG