د لاس رسي وړ اتصالات

ګارډین: له طالبانو سره پټې خبرې شوي


د ګارډین ورځپاڼې خپل د اګست د ۱۳ نېټې په ګڼه کې د افغانستان د انتخاباتو او د طالبانو سره د خبرو په هکله یو رپوټ خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکی چې د طالبانو د مشرانو سره یو لړ پټې خبري سوي دي چې د راتلونکی پنجشنبې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره دي د افغانستان په جنوبي برخو کې اوربند وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې داسي ویل کېږي چې احمد ولي کرزی چې د جمهور ریْس کرزی ورور دی او په جنوبي حوزه کې د کرزي د کمپاین مسول دی، په دې لټه کې دی چې د طالبانو د مشرانو سره خبري وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د انتخاباتو په ورځ د رایو پر مراکزو حملې ونه کړي او ملي اردو او ملي پولیس پرېږدي چې د رای اچونې په مراکزو کې امنیت خوندي کړي.

دغه راز ورځپاڼه د ناټو د یوه ویاند د خولې لیکي چې وايي د افغانستان حکومت په دې لټه کې دی چې د طالبانو د مشرانو سره سوله وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. دغه راز د ناټو ویاند ویلي دي چې مونږ د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې د افغانستان د خلګو دپاره د دې لاره هواره کړي چې په آزادۍ سره رایې ورکړي.

همدرانګه ورځپاڼه لیکي چې په کابل کې دامریکا سفارت هم د دغه پلان څخه هرکلی کړی دی.

همدارنګه ورځپاڼه د ولي کرزي د خولې لیکي چې وايي ما د طالبانو د یو مشر قوماندان سره ولیدل او ورته ومي ویل چې انتخابات به هر ډول چې وي تر سره کېږي که د جنوبي حوزې څلور ولایت په کې وي او که نه وي. افغانستان دو دیرش ولایتونه لري او دا ټول ولایتونه د قندهار دپاره نه سي منتظریدای.

ولي کرزی د حامد کرزي ورور دی او په قندهار کې ستر واکمن کس دی. هغه د قندهار د ولایتي شورا مشر دی .

XS
SM
MD
LG