د لاس رسي وړ اتصالات

تهران کې یوه هلیکوپتر رالویدلې


د ایران دولتی ټلویزیون وایی چی نن پایتخت تهران ته نژدی د یوه تعلیمی هليکپتر په لویدو سره دری تنه وژل شوی دی.

په دی رپوټ کی د نژدی ولایت د والی په قول لیکل شوی چی دغه هیلکوپټر د تهران لویدیځ پلو په ځمکه ولویده.هغه د دی پیښی علت نه دی ښودلی.

دغه پیښه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چی یوه بله تعلیمی هیليکوپټر په ځمکه راولویده او دوه تنه پکی ووژل شول.

د دی میاشتی په پیل کی د ایران په جنوب کی یو هیلکوپتر راولوید ،دری پولیسان پکی ووژل شول.

د ایران هوایی شکتونو ته په دی څو لسیزو کی زیاتی خساری اوښتی دی .

ایران د امریکا د لگیدل شوو بندیزونو وروسته نشی کولای چی امریکایی الوتکی او پرزه جات واخلی.

XS
SM
MD
LG