د لاس رسي وړ اتصالات

شاهرخ خان په نیویارک کي بندي شو


د هند د سینما لوبغاړی شاهرخ خان ویلي دي چې د شنبې په ورځ یې د نیویارک نه شیکاگو ته پرواز کاوه چې د امریکا د مهاجرت د چارو مامورینو تقریبا د دوو ساعتونو لپاره بندي کړ او تحقیقات یې ورڅخه وکړل.

د بالیوډ دغه وتلی ستوری وايي چې د نیورک په هوايي میدان کې چارواکو ودراوه.

شاهرخ خان په هند کې خبریالانو ته په ټلیفون کې ویلي چې امنیتي مسئولینو ورته ویلي چې دده نوم په یوه کمپیوټري امنیتي سیستم کې د مشکوکو افرادو په لسټ کې راوتلی دی.

د شاهرخ خان د نیول کېدو څو ساعته وروسته په واشنگټن او نوي ډیلي کې امریکايي مقاماتو د پیښې په اړه د اطلاع له حاصلولو وروسته د هغه د راخوشې کولو لپاره خبرې وکړې.

په نوي ډیلي کې د امریکا سفیر ټیموتي رومیر ویلي دي چې شاهرخ خان یو نړیوال شخصیت دی او په امریکا کې ورته د یوه مهم میلمه په سترگه کتل کیږي.

۴۴ کلن شاهرخ خان دا یوه میاشت کیږي چې امریکا ته راغلی دی. دی په خپل یوه نوي فلم باندې کار کوي. ددغه فلم نوم دي "زما نوم خان دی" او د نژادي او قومي تعصبونو کیسه کوي.

له دې مخکې، د هند پخوانی جمهور رئیس عبدالکلام له نوي ډیلي نه امریکا ته پرواز کاوه چې د امریکا د کانټینټل هوايي شرکت الوتکې ته د ختلو مخکې امنیتي کسانو تالاشي کړې وو. دې کار په هند کې د خلکو قهر راپارولی و. خو د کانټیننټل شرکت وروسته له دې امله بخښنه وغوښته.

شاهرخ خان ویلي دي چې د نیو جرسي د نیوورک په هوايي میدان کې د نیول کېدو وروسته یوه داسې ځای ته یووړل شو چې هلته له نورو ډیرو خلکو نه هم ورته تحقیقات روان وو. دی وايي کیدای شي دده ستونزه دوسیه ختمه شوې وي خو ویلي یې دي چې د نورو مسافرینو مسئلو ته خفه شوی دی.

شاهرخ خان خبریالانو ته ویلي چې که څه هم د ماجرت ځینو امنیتي مسئولینو ورته وویل چې دی پیژني خو بیا هم چارواکو وویل چې غواړي قانوني اجرات پر ځای کړي.

شاهرخ خان وویل، په وار وار ورڅخه پوښتنه وشوه چې ویلې امریکا ته راغلی او ضمانت یې څوک کوي.

تیره میاشت د نیوز ویک مجلې د شاهرخ خان نوم د نړۍ د پنځوسو ممتازو شخصیتونو په لسټ کې شامل کړ.

XS
SM
MD
LG