د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال د ٢٠١٠ نړیوال کپ وړیا ټکټونه


د فوټبال د نړیوال کپ تنظیموونکو پرون اعلان وکړ چې د آینده کال د ټورنمنټ ١٢٠ زره ټکټونه د جنوبي افریقا پر بې وزلو خلکو باندې وړیا ویشي.

چارواکي وايي، که څه هم د نړیوال کپ ددغه ټورنمنټ د ټکټونو نرخ په تاریخ کې تر ټولو کښته دی خو بیا هم دوی اندېښمن دي چې ډیر تور پوستي به ونکړای شي چې ویې پیري.

نږدې ۴٠ زره ټکټونه به هغو کارگرانو ته وړیا ورکول کیږي چې ددغه سټډیم او د فوټبال د نړیوال کپ لپاره د نورو ځایونو د جوړولو په پروژو کې یې کار کړی دی.

تیره میاشت د جنوبي افریقا ډیرو کارگرانو د یوه هفتې لپاره کاربندیز کړی وو. کارگرانو وروسته له هغه خپل احتجاج پای ته ورساوه چې چارواکو د دوی معاشونه ١٢ فیصده لوړ کړل.

دغه وړیا ټکټونه به د لوبو د لویو تنظیموونکو اداره له خوا ویشل کیږي.

XS
SM
MD
LG