د لاس رسي وړ اتصالات

ټایم: له افغانستان نه د وتلو ستراتیژي څه ده؟


د ټایم اونیزه مجله لیکی چی له افغانستان نه د خروج پالیسی څه ده ؟ ایا دطآلبانو په بیه اخیستل دي؟

د فرانسی خبری اژانس د یکشنبی په ورځ لیکی چی په کندهار کی طالبانو د اول ځل لپاره گواښ کړیدی چی د انتخاباتو پر حوزو باندی به حمله وکړی.

د ټایم اونیزه مجله لیکی چی له افغانستان نه د خروج پالیسی څه ده ؟ ایا دطآلبانو په بیه اخیستل دی؟

ټایم ادامه ورکوی چی که دافغانستان جگړه په دوه شیانو باندی وتلل شی چی په هغوکی وینه او پیسی دی نو دا جگړه ډیره قیمته تمامیدونکی جگړه ده. تر نن پوری دامریکا ٧٨٢ عسکر په افغانستانس کی وژل شویدی. د جگړی بیه د پیسو په لحآظ تراوسه پوری واشنگټن ته دمیاشتی په څلور بیلونه ډالره لگښت تمامه شویده.ایادا ښه پانگه لگونه ده؟ یو شمیر کسان وایی چی د قیمت په لحآظ به دا ډیره اسانه وی چی هغو کسانو ته پیسی ورکړل شی چی په دا اوس وخت کی د طالبانو د ټوپک والاو په توگه ژوند تیروی او هغوی ته وویل شی چی له جنگ نه لاس واخلی.

دغی مسئلی ښایی د اگست په ١٣مه باندی نور زور هم اخیستی وی. کله چی یوه خبریال دامریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس نه پوښتنه وکړه چی دافغانستان په اته کلنه جگړه کی به دامریکا عسکر نور ترڅوکلونو پوری جنگ ته دوام ورکړی؟

دامریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس خپل هغو وختونهپه یاد کړل چی دی دامریکا داستخباراتوپه مرکزی داره سی آی ای کی مامور و، هغه وویل د جگړو پای دملی امنیت دهغو اسرار امیزه کارونو په جمله کی راځی چی په اټکل کولو کی یی ډیر شیان بایدپه نظر کی و نیول شی.

په دی کی شک نشته چی په جگړه کی غیریقینی حالت منځته راتلونکی دی او چاره ترینه نشته.په دی کی یوه خبره داده چی په افغانستان کی بدخلک څومره دی. په دی کی زیات هغه کسان دی چی د جگړی لپاره ورته پیسی ورکول کیږی. اوبله داچی دهغویتنخواه ورکوونکي څومره روپی پری مصرفوی.

خو دامریکا هغه نوی رپوټ چی د سنا دخارجی اړیکو جرگه گۍ په دی اونۍ کیخپور کړیدی وایی چی دامریکا قوماندانان په عامه توگه هغو کسانو ته چی له طالبانو سره په پیسو باندیملگری شویدی او جگړه ورته کوی ؛ د لسو ډالرو طالبان وایی. په دی کی هغو یاغیانوته اشاره ده چی هغوی هره ورځ په دغه اندازه باندی پیسیله طالبانو نه گټی.د ټایم مجله لیکی چی د طالبانو د خزانی صندوقونهداپین د قاچاق او دهغوی داسلامی ملاتړو په پیسو ډک دی.

د ټایم مجله لیکی ، په رپوټ کی راغلی دی چی ددی پیسو اندازه له هغونه چی دافغانستان یوپولیس یی په یوه میاشت کی گټی زیاته ده . هغوی د هغو چاودونکیو موادو دایښودلو لپاره چی د سړک پرغاړواو یانورو ځایونو کی یی ښځوی د دی دوه چنده یادری چنده پیسی اخلی. ټایم پوښتنه کوی چی طالبان دغه راز څو مره کسان لری چی په تنخواه ورته کارکوی ؟ د سږکال په اولو شپو ورځو کی د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر راغلی و ؛ هغه اټکل کړی و چی تقریبا لس یا پنځه لس زره طالبان د حکومت او ایتلاف له قواو سره جگړه کوی.

دا کار د قیمت او مصرف تحلیل اسانه کوی. مجله لیکی چی د طالبانو یو شمیر غړی نظریاتی خلک دی ؛ هغوی متعهد او کلک خلک دی اووسله به په زمکه کی نږدی. خو د زیاتوکسانو په برخه کی دا فرض کیدلی شی چی د امریکا او ایتلاف د قواو خلاف به جگړه بنده کړی که چیری هغوی له له اوسنی وخت نه زیاتی پیسی وگټی.

دامریکا د جمهوررئیس مرستیال جو بایډن اټکل کړیدی چی تقریبا پنځه فیصده هغه طا لبان چی جگړه کوی هغوی په خپله عقیده کی کلک او متعهد دی ؛ له هغوی سره نور هیڅ نشی کیدلی پرته له دینه چی شکست ورکړل شی.

په داسی حآل کی چیاویا فیصده نور له هغوی سره د پیسو لپاره ملگری شویدی. پاتی پنځه ویشت فیصده په دی منځ کی دی. نوکه چیری امریکا دانیت وکړی چی هرطالب جنگیالی ته شل ډالره د ورځی ورکړی مطلب دا چی هغه پیسی چی اوس دوی گټی هغه دوه چنده کړی ددی لپاره چی جگړه بنده کړی نودابه د ورځی٣٠٠ زرو ډالرو ته ورسیږی. دابه داوسنی جنگ د مصرف دیوفیصد په پنځو کی یوه برخه لگښت وی.د ټایم مجله لیکی چی اوس د جنگ مصرف دورځی ١٣٣ ملیونه ډالره دی. که چیری دا کار وشی نو د طآلبانو د هغو جنگیالیو اخیستل چی یوازی په پیسو جنگیږی دمیاشتی ٩ ملیونو ډالرو ته رسیږی. دغه اندازه پیسی د یوی اپاچی هیلییکوپټری (AH-64) له قیمت نه کمی دی.

د ټایم مجله لیکی چی امریکا کولی شی چی د طالبانو جنگیالیو ته دهغوی داوسنی عاید چی له یاغیانو سره یی گټیدوه چنده پیسی ورکړی. دامریکا نو ر ټول عسکر له هغه ځای نه راوباسی یوازی دومره عسکر پریږدی چی دتنخواه ورکوونکیو ساتنه وکړی. دابه داسی وی چی بغاوت، دامریکا دقواو له مصارفونه په کمو پیسو واخیستل شی نسبت دیته چی د قواو په تجهیزاتو، اکمالاتو او خوراکباندی هلته لگیږی.

ټایم لیکی چی که طالبان په بیه باندی جنگیالی اخیستلی شی نو پکارده چی امریکا هم په دی قادره وی چی دهماغو جنگیالیو په اخیستلو کی ترهغوی زیاته داوطلبی وکړلی شی.

د ټایم مجله لیکی داخبره له احتمال نه دومره لیری نه ده لکه څومره چی ښکاری. دامریکا پوځ همدی ته ډیر ورته یو کار په عراق کی وکړ هلتهتقریبا سل زره سنی یاغیان وو او امریکا هریوهته د میاشتی دری سوه، ډالر ورکول چی له جگړی نه لاس واخلی. دا شمیر به د ورځی یوملیون ډالرو ته رسیده.مجله لیکی چی د ا دهغی عسکر عرادی قیمت دی چی د ماین دناڅاپی حملی په مقابل کی مقاومت لری او (MRAP) په نامه بلل کیږی او امریکا لس زره دغه ډول نقلیه وسایل عراق او افغانستان ته ور انتقال کړیدی. د ټایم مجله په پای کی لیکی چی له دینه معلومیږی چی په دی سودا کی دامریکا څومره گټه ده.

XS
SM
MD
LG