د لاس رسي وړ اتصالات

آژانس: طالبان انتخاباتي مراکز تهدیدوي


د فرانسی خبری اژانس د یکشنبی په ورځ لیکی چی په کندهار کی طالبانو داول ځل لپاره گواښ کړیدی چی دانتخاباتو پرحوزو باندی به حمله وکړی. هغوی خپله ادعا تشدید کړیده چی دا مهم انتخابات گډوډ کړی. په دی اونی کی هغوی د کابل په مرکز کی پرناټو باندی حمله وکړله.

د ای ایف پی خبری اژانس لیکی چی دا گواښ په هغو شبنامو کی شویدی چی د جنوب په کلیو کی خپری شویدی. دشبنامو دتصدیق لپاره د طالبانو نطاق وویل چی طالبان به خپله خونړی مبارزه دانتخاباتو په ورځ نوره هم زیاته کړی.

رپوټ وایی چی دافغانستان درایو ورکوونکیو شمیر اولس ملیونه دی چی د پنجشنبی په ورځ به رایی ورکوی او ددویم ځل لپاره به یو جمهوررئیس انتخابوی. پردی سر بیره به هغوی دولایتی شوری گانو ۴٢٠ کسان هم انتخابوی. داډیره غټه مسله ده خو له یوی خوانه امنیتی ستونزی شته دی او له بلی خوانه لوژیستیکی درد سر هم ورسره ملگری دی.

د فرانسی خبری اژانس د انتخاباتو د چارواکیو له قوله لیکی چی هغوی وایی چی د ٣٦٥ اولسوالیو له جملی نه یوازی نهه اولسوالیو کی انتخابات غیر متوقع دی او دا السوالی زیاتره په جنوب کی دی. د انتخاباتو حوزی په دی توگه په سلو کی دولس فیصده را ټیټیدلی شی. په اصل کی پلان د اووزرو انتخابی حوزو لپاره جوړ شوی و.

ای ایف پی لیکی چی له بل پلوه دطالبانو دیکشنبی دورځی گواښ د ښاغلی کرزی د کشر ور ور احمدولی له دی ادعاسره مخامخ شو چی ویل یی د طالبانو له قوماندانانو سره په جنوب کی د سولی معامله شویده چی په انتخابی حوزو کی امنیت تامین شی.

خوله بل پلوه د کندهار د ښارنه بهر د حاجی عرب د کلی یو اوسیدونکی وایی چی ددوی په کلی کی شبنامی په جوماتو کی خپری شویدی خو دی به څوک له انتخاباتونه ایسار نکړی شی.

XS
SM
MD
LG