د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د انتخاباتي مبارزو وروستۍ ورځ


جمهور رئیس حامد کرزی او د هغه مهم انتخاباتي سیال عبدالله نن د دوشنبی په ورځ د جمهوری ریاست د انتخاباتویعنی راتلونکی پنجشبنی له ورځی نهمخکی وروستۍ مبارزه کوي.

دانتخاباتو په هکله سروې گانی څرگندوي چی برحال جمهوررئیس حامد کرزی تر نورو کاندیدانو مخکی روان دی. خو د پخوانی خارجه وزیر عبدالله کلکی انتخابی مبارزی ددی امکانات پیدا کړیدی چی ښایی دویم ځلی انتخابات وشی.

د یکشنبی په ورځ د ښاغلی کرزی او د هغه د پخوانی د مالیې وزیر اشرف غنی او د پلان د پخوني وزیر رمضان بشردوست ترمنځ په ملی تلویزیون کی بحث وشو. خو بل کاندید عبدالله فیصله وکړله چی په دغه بحث کی برخه وانخلي.

په عین حال کی اوزبک جنگسالار عبدالرشید دوستم بیرته افغانستان ته راستون شویدی. د هغه دې حرکت ته په داسی نظر کتل کیږی چی د انتخاباتو نه مخکی د ښاغلي کرزي لپاره په انتخاباتي مبارزه کی ملاتړ برابر کاندي. رپوټ وایی چی له بل پلوه د طالبانو له خوا نه مرگ ژوبلی د انتخاباتو بهیر ته زیان رسولی دی. هغوی گواښ کړیدی چی پر انتخاباتي حوزو باندی به بریدونه وکړی.

دافغانستان حکومت لوړه کړیده چی خپلی ټولی امنیتی قواوی او منابع د رایو ورکوونکیو د خوندی ساتلو لپاره پکار واچوی.

حکومت غواړی له دی اندیښنیسره مبارزه وکړی چی گنی ډیر کم خلک به دامنیتی اندیښنو له امله رایو ورکولو ته حاضر شي. خو چارواکي په دې هم اعتراف کوی چی دوی بشپړ امنیت نشی برابرولی.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک د انتخاباتو په ورځ باندی یو طرفه اوربند اعلان کړیدی. هغه وایی چی افغان قواو ی به په دی ورځ باندی یوازی په دفاعی موقف کی وی چی د مرگ ژوبلیمخه ونیسی.

په عین حال کی په افغانستان کی دناټو قواوددوشنبی په ورځ وویل چی دامریکا یوملکی سړی چی له عسکری قوی سره یی کار کاوه په ختیځ افغانستان کی دیاغیانو په یوه حمله کیوژل شویدی. په دغه خبر لیک کی نور تفصیلات بیان شوي ندی.

XS
SM
MD
LG