د لاس رسي وړ اتصالات

منموهن سینگ: پاکستاني ترهگر پر هند د نورو حملو پلان لري


د هند صدراعظم منموهن سینگ وايي، دقیق معلومات یې تر لاسه کړي چې ښيي په پاکستان کې ورانکاري پر هند باندې د نورو حملو دسیسې جوړوي.

ښاغلي سینگ نن د ملي امنیت پر اړه یوه کنفرانس ته خبرې کولې. هغه وویل کوم ترهگر چې پر سرحد باندې اوړي لا تر اوسه مهمه ستونزه ده.

په دغه کنفرانس کې د هند د مختلفو ایالتونو اعلی وزیرانو برخه اخیسته ده.

د نومبر په میاشت کې د هند د ممبۍ پر ښار باندې د تروریستي حملو له امله د هند او پاکستان تر منځ د سولې هغه خبرې په ټپه ودرېدې چې په ٢٠٠۴م کال کې پیل شوې وې.

هند پر پاکستان باندې دا تور لگوي چې په کشمیر کې جدايي غوښتونکو ته وسلې ورکوي. پاکستان دا تور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG