د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې میشت افغانان هم د بیلا بیلو کاندیدانو ملاتړ کوي


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، ډیر افغانان چې دا وخت په امریکا کې ژوند کوي د بیلو بیلو کاندیدانو ملاتړ کوي او کوښښ کوي د خپلې خوښې کاندیدانو ته مبارزه وکړي.

میر فرید هاشمي چې واشنگټن ته نږدې د الکزانډریه په ښار کې ریسټورنټ لري، کله چې د شپې کور ته ستون شي په افغانستان کې له خپلو عزیزانو سره پر تلیفون خبرې کوي او کوښښ کوي هغوی دې ته وهڅوي چې باید کرزی پر خپلې دندې پاتې شي.

واشنگټن پوسټ په خپلې مقالې کې لیکي، حمیرا نورستان چې د سنټرویل په نامه واشنگټن ته نږدې په یوې بلې سیمې کې اقتصادي توسعې یوه اداره چلوي، وايي چې د تلیفون او ایمیل له لارې کوښښ کوي په افغانستان کې خپل خپلوان وهڅوي چې ددې د خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

ورځپاڼه لیکي، په امریکا کې دا وخت نږدې٢٥٠ زره افغانان اوسیږي. که څه هم دوی په انتخاباتو کې د رایې د ورکولو حق نه لري خو بیا هم غواړي چې له ملک نه اووه زره میله لرې د خپل خوښې کاندید ته کمپاین وکړي. حتی دلته په امریکا کې وخت ناوخته دوی غونډې جوړوي او د یوه یا بل کاندید د انتخاباتي مبارزې د مصارفو د پوره کولو لپاره پیسې راټولوي.

اجمل غني د ویرجینیا د ایالت د سپرینگ فیلډ په ښار کې اوسیږي. دی جمهوري ریاست ته کاندید اشرف غني د تره زوی دی او د هغه نمایندگي کوي. اجمل غني وايي: "دلته په امریکا کې ډیر افغانان له دې امله خفه دي چې رایه نشي ورکولای".

واشنگټن پوسټ لیکي، ډیری دغه افغانان په خاص ډول هغه ٣٥ زره افغانان چې په واشنگټن کې او یا واشنگټن ته په نږدې شاووخوا سیمو کې اوسیږي په یو ډول نه یو ډول د افغانستان له سیاست او سیاسي حالاتو سره په شخصي ډول تړلي دي. یو علت یې دا دی چې د ملک ډیر سیاسي شخصیتونه د جگړې په کلونو کې له ملک نه ووتل.

واشنگټن پوسټ لیکي، ډیر داسې کسان چې ښايي د سولې په وخت کې د ملک رهبري یې په غاړه لرله، خو دلته په امریکا کې د دوی اکثریت یا خو د ویرجینیا په ایالت کې ټکسي چلوي او یا د کلیفورنیا په ایالت کې د رخت دوکانداري کوي. اکثره افغانان دلته په همدغو دوو ایالتونو کې اوسیږي.

ورځپاڼه لیکي، د اشرف غني ملاتړ کوونکو څه موده مخکې د الکزنډریې د ښار په افغان ریسټورنټ کې ددې لپاره غونډه جوړه کړې وه چې د هغه لپاره پیسې راټولې کړي. اشرف غني ډیر کلونه د مریلنډ په ایالت کې ژوند کړی، د جان هاپکینز په پوهنتون کې استاد وو او دا وخت یې د کمپاین مشاور د جیمز کارویل په نامه یو مشهور امریکايي سیاست پوه دی.

واشنگټن پوسټ لیکي، د ډاکتر عبدالله ملاتړ کوونکو بیا څو هفتې مخکې د جورج میسن په پوهنتون کې غونډه جوړه کړې وه. پخپله ډاکتر عبدالله د تلیفون له لارې راټولو شویو افغانانو ته خبرې وکړې او غونډې جوړوونکو وویل چې د خپل کاندید لپاره یې نږدې ٣٠زره ډالر راټول کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، دا نده معلومه چې په غربت کې اوسېدونکي دغه افغانان د رایه ورکوونکو افغانانو پر ارادې څومره اثر لرلای شي. خو د افغانستان په داخل کې افغانانو له هغو افغانانو سره بې علاقه گي او حتی مخالفت ښودلی چې له خارج نه راځي او بیا په افغانستان کې پر لوړو څوکیو مقرریږي. که څه هم ډیر افغانان په خارج کې د خپلو خپلوانو مرسته هم تر لاسه کوي.

په واشنگټن کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد وايي، دا چې له امریکا ته د یوه کاندید په نفع څوک چا ته زنگ وهي، شاید مهم وي. ځکه چې دی وايي، په افغانستان کې اسېدونکي خلک ممکن داسې فکر کوي چې کیدای شي زنگ وهونکی شاید په داسې مسایلو خبر وي چې دی ورڅخه نه دی خبر. خو ښاغلی جواد وايي، ځینې وخت ځینې کسان له دې نه ناوړه استفاده کوي. دوی داسې ادعی کوي چې د دوی نظر د امریکا رسمي نظر دی په داسې حال کې چې د امریکا حکومت د هیڅ کاندید ملاتړ نه کوي.

سفیر طیب جواد وايي: "ډیر کاندیدان هم کوښښ کوي خلکو ته وښيي چې په امریکا کې یې ژوند کړي. له امریکا سره هر ډول اړیکې یوه برتري گڼل کیږي او که څوک یې ولري نو له دې امله ځان له نورو برتر گڼي".

XS
SM
MD
LG