د لاس رسي وړ اتصالات

له انتخاباتو مخکې طالبانو حملې زیاتي کړي


په داسي حال کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته دوې ورځې وخت پاته دی. نن سهار طالب یاغیانو بیا د کابل شاوخواه سیمو ته یو لړ حملې ترسره کړې. په دغه حملو کې وه تنه ووژل سول او لږ تر لږه ۵۰ تنه نور پکې ټپیان شول.

د مړیو په جمع کې د ملګرو ملتونو کارکونکي او دغه راز د ناټو قواوې هم شاملې دي.طالبانو ژمنه کړېده چې د افغانستان راتلونکي د جمهوري ریاست انتخابات به مختلوي او په دې ورستیو کې یې خپلې حملې پر پایتخت او نورو سیمو لا زیاتې کړېدي.

طالب یاغیانو نن د سې شنبې په ورځ د کابل په شاوخواه سیمو کې یو لړ حملې وکړې ترڅو هغه ژمنه پرځای کړي چې ویلي یې وه ددغه ملک د پنجشنبې د ورځې د جمهوري ریاست انتخابات به مختل کړي.

یوه انتحاري د خارجي قواوو یو کاروان د کابل په ختیځ کې په نښه کړ. ددغې حملې نه څو ساته مخکې د دولت ضد مخالفینو پر ارګ او دفاع وزارت باندې څو راکټه وروغورځول.

د نن سهار د انتحاري حملې په تلفاتو کې د ناټو عسکر او دغه راز د ملګرو ملتونو دوه کارکونکي شامل دي. خو پر ارګ او دفاع وزارت باندې د راکټي حملو په پېښه کې هېڅ چا ته مرګ ژوبله نه ده وراوښتې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی کای عېدې وايي چې په انتخاباتو کې زمونږ ترټولو غټه اندېښنه امنیت دی. هغه وايي چې د امنیت نشتوالی ښايي په انتخاباتو کې تخطیانې ډېرې کړي. خو هغه پر دې اطمینان څرګند کړ چې انتخابات به ترسره کېږي.

ښاغلیْ عېدې داسي وویل: "په انتخاباتو کې به ځېنې تخطیانې وي خو زه فکر نه کوم چې سطحه به یې دومره لوړه وي چې د انتخاباتو مشروعیت تر پوښنې لاندې راولي".

دغه راز ښاغلي کاې عېدې د ۱۷ میلیونو واجد شرایطو رای ورکونکو څخه غوښتنه وکړه چې طالبانو ته دي ماته ورکړي او خپل د راتلونکي مشر په انتخاب کې دي برخه واخلي. کای عېدې زیاته کړه چې ستاسو رایه به د تاوتریخوالي او تشدد پر ضد رایه وي.

په عین حال کې د افغانستان حکومت د پنجشنې ورځ د سولې ورځ اعلان کړېده او نړیوالې قواوې به هم دغه اونۍ د طالبانو پرضد خپل عملیات ودروي.

د یادونې وړ ده چې په ټول افغانستان کې ۳۰۰ زره بهرني او کورني ځواکونه ځای پر ځای دي چې د پنجشبنې د ورځې دپاره امنیت تامین کړي او ۲۹ زره د رای اچونې بیلابیل مراکز خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG