د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان مولوي عمر نیولی


د پاکستان چارواکی وایی امنیتی قواو د پاکستان د طالبانو د یو لوړپوړه نطاق په هغو عملیاتوکی نیولی دی چی د افغانستان سرحد ته نیژدی یی کړیدی. د پاکستان چارواکی وایی چی مولوی عمر د مهمندو په شمال ختیزه قبیلوی سیمه کی نیول شویدی. داسیمه د افراطیانو د فعالیتونو مرکز بلل کیږی.

رپوټ وای چی مولوی عمر د تحریک طالبان پاکستان ویاند او د طآلبانو دمشر بیت الله مسود غټ نیژدی مرستیال و. رپوټ وایی چی بیت الله مسود ددی میاشتی په سر کی دامریکا دتوغندیو په برید کی وژل شویدی. د پاکستان پولیس وایی د طالبانو یو بل قوماندان قاری سیف الله هم په دی اونۍ کی نیول شویدی.

په پاکستان کی د تلویزیون یوی محلی څانگی او اسوشیتید پریس دواړ و ویلی دی چی مولوی عمر په خپلو خبرو کی دا تائید کړیده چی بیت الله مسود دتوغندیو په برید کی وژل شویدی. خو طآلبانو دا خبره څوڅو ځلی رد کړیده او وایی چی هغه ناروغ دی.

د پاکستان پوځ تقریبا دیوی میاشتی لپاره اوږده تهاجمی مبارزه پیل کړله چی د سوات له دری او شاوخواسیمو نه طآلبان پاک کړی. چارواکی وایی چی د سوات دره ترزیاتی اندازی پوری له افراطیانو نه پاکه شویده یوازی په ځینی ځایونوکی د مقاومت ډلگۍ پاتی دی. د پاکستان پوځ اوس خپله مخه د جنوبی وزیرستان په لوری اړولی ده. مخکی تردی چی یوه لویه او عمومی حمله د بیت الله مسود په پخوانی پاخه مور چل باندی پیل کړی د افراطیانو په مرکزونو باندی یی حملی شروع کړیدی.

په عین حال کی د امریکا جگپوړه نظآمی قوماندانان په پاکستان کی دی . ددوشنبیی په ورځ دامریکا اوناټو دقواو قوماندان جنرال ستانلی مکریستل د پاکستان د وسله والو قوو له مشر جنرال اشفاق کیانی سره خبری وکړلی.

د پاکستان لپاره دامریکا خاص استاځی ریچرد هالبروک به هم افغانستان ته د پنجشنبی دورځی د جمهوری ریاست دانتخاباتو لپاره سفر وکړی.

XS
SM
MD
LG