د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: له لویدیځ سره خبرو ته چمتو یو


د ایران دا ټومی چارو یو عالیرتبه چارواکی په تهران کی وویل چی دی دیته چمتو دی چی له غربی ملتونو سره ددوی، جنجالی اټومی پروگرام په سر باندی له مخکینیو شرایطو نه پرته خبری وکړی.

دایران دولتی مطبوعات وایی په ملگرو ملتونو کی دا ایران استاځی علی اصغر سلطانی وویل چی له مخکی ترمخکی شرایطونه پرته داټومی پروگرام په سر خبری کول دایران اصلی دریځ دی.

دایران چارواکیو تردی مخکی هم، دتهران د اټومی پروگرام په سر باندی داحتمالی خبرو لپاره ، دیته ورته وینا گانی کړیدی. خو ددی ترڅنگ دا لوړه هم کوی چی له غرب سره به په خپلو خبروکی داټومی جنجال په سر په شا ولاړ نشی.

د امریکا متحده ایالاتواو غربی ملتونو پرا یران باندی دا تور لگولی دی چی داټومی وسلو د انکشاف او جوړولو لپاره کارکوی. خو ایران وایی چی د اټومی پروگرام مقصد یی د بریښنا تولیدول دی.

واشنگټن ایران ته وخت ورکړیدی چی په سپتمبر کی د ملگرو ملتونو د عمومی غونډی تر دایریدو پوری د اپریکړه وکړی چی د شپږو غربی دولتونو هغه وړاندیز ومنی چی وایی د تجارتی امتیازاتو په مقابل کی دی د یورانیمو غنی کول په ټپه ودروی. رپوټ وایی د اټومی وسلو او اټومی بم د جوړولو لپاره غنی شویو یورانیمو ته ضرورت دی.

دامریکا متحده ایالات وایی چی که ایران د مذاکراتو له کولو نه انکار وکړی نو له ډیرو ستختو نړیوالو بندیزونو سره به مخامخ شی. ایران ددی میاشتی په سر کی دملگرو ملتونو داټومی اینرژی د څارنی موسسی وړاندیز کړیدی چی د اټومی تاسیساتوخلاف دی د حملو په کولو باندی بندیز ولگوی. دایران وړاندیز وایی چی پر اټومی تاسیساتو باندی د حملی نه کولو او دهغو دخوندی ساتلو اندیښنه له ټولو هیوادونو سره موجوده ده.

رپوټ وایی اسراییل دایران اټومی پروگرام ته د زیاتیدونکی خطر په سترگه گوری، او داخبره یی له امکان نه لیری نده بللی چی دایران پر اټومی تاسیساتو باندی نظامی حمله وکړی.

دملگرو ملتونو دا ټومی اینرژی د څارنی موسسی په ١٩٩٠ کی پر هغو اټومی تاسیساتو باندی چی د سوله ئیزو مقاصدو لپاره وی بندیز لگولی و. خو ایران وایی دا ډیره مهمه ده چی په دی برخه کی تازه پیشنهاد وړاندی شی.

XS
SM
MD
LG