د لاس رسي وړ اتصالات

رمضان بشردوست


وروستۍ احصائیې ښيي چې رمضان بشردوست د کاندیدانو په کتار کې په خلکو کې د محبوبیت له لحاظه دریم دی.

دغه هزاره کاندید لږ تر لږه کولای شي چې د هر کاندید مخه ونیسي چې پنځوس فیصده رایې پوره کړي او د دوهم ځل انتخاباتو مخه ونیول شي.

بشردوست د ولسي جرگې وکیل دی او یو وخت د پلان وزیر وو.

د بشري د انتخاباتي مبارزې مرکز دده هغه خیمه ده چې د افغانستان د پارلمان له مخې نه د تیریدونکي سرک غاړې ته یې درولې ده.

بشردوست هم د نورو کاندیدانو په څیر په خپلو انتخاباتي کمپاین کې د کرزي په اداره کې پر فساد باندې کلک انتقادونه کول.

بشردوست د پلان د وزیر په توگه هڅه وکړه چې نږدې دوه زره غیر حکومتي موسسې په دې تور منحل کړي چې په اداري فساد لړلي او موثریت نه لري.

بشردوست د خپل کمپاین پر وخت ویل چې درې عمده هدفونه لري: امنیت ټینگول، اوږد مهالی ستراتیژیک پلان، د لوږې او بې سوادئ مخنیوی.

رمضان بشردوست په کال ١٩٦٥م کې په غزني کې زیږیدلی او د روسانو په خلاف د جهاد په کلونو کې له افغانستان نه ووت. په فرانسې کې یې تحصیلات کړي دي. په ٢٠٠٣م کال کې افغانستان ته راستون شو او یو کال وروسته د پلان د وزیر په توگه مقرر شو.

XS
SM
MD
LG