د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو په اړه کاندیدانو تازه تبصرې کړي


د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی ولاړو کاندیدانو خپلي رایی ورکړي ، خو ددې انتخاباتو په باب یې هم هیلي او هم اندیښنې څرگندی کړي دي.

برحال جمهوررئیس حامد کرزي د خپلي رای د اچولو نه وروسته وویل چی د افغانانو له خوا رایی ورکول ددې سره مرسته کوي چی دا ملت زیات مصئون، زیات سوله ایز او یو ښه ملک سی.

عبدالله عبدالله، وویل چی دی د هغو رپوټونو په باب اندیښمن دی چی وایی شاوخوا ځای ځای نښتي او حملې شوي دی، مگر دی بیا هم مثبت نظر لری. هغه دغه راز هغه افغانان چی د رایگیری مرکزونو ته ورغلي ، وستایل او ویې ویل چی دغو خلکو خپل عزم او جرات وښود چی خپلي رایي یې ورکړې.

یو بل کاندید رمضان بشر دوست کله چی یې خپله رایه ورکړه تور ولگاوه چی په انتخاباتو کی ټگي برگي شوې ده. هغه شکایت وکړ چی هغه رنگ چی د رایی ورکونکو گوتي په نښاني شوي چی دا وښئی هغوی دوه واره رایي نه سی ورکولای، په دومره آسانۍ سره پاکیدای سی چی یو څوک کولای دوه واره یا درې واره رایه ورکړی.

بشر دوست وویل چی ده د افغانستان د انتخاباتو د مستقل کمیسیون نه وغوښتل چی دا انتخابات دی سمدستی معطل کړی.

او یوه بل کاندید اشرف غنی احمدزي هیله څرگنده کړه چی چارواکي په رای گیري کی د ټگي برگي په باب را پیدا شوي اندیښنې لیري کولای سی.

XS
SM
MD
LG