د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال څارنکي په حوزو کې موجود وو


په افغانستان کی د رایو اچولو په یوه مرکز کی خلکو د خارجی څارونکو ښه هرکلی کاوه.

د امریکا د ولسی جرگې پخواني وکیل جیم موډي چی د نړۍ والي دیموکراسۍ د مؤسسې له خوا ددې انتخاباتو د څارلو د پاره افغانستان ته استول شوی دی، په کابل کی په یوه مسجد کی د رایگیرئ یوه مرکزته ورغلی و. هغه د امریکا غږ خبریال سټیف هیرمن ته وویل چی دی په هغه څه چی لیدلي یې دي خوشحال دی.

هیرمن وایی چی ښځي او نارینه په بیلو بیلو کرښو کی ولاړ وو. هغه دا وضعه فعاله وبلله. مگر هغه دا هم وویل چی درایگیرۍ ددغه مرکز ډیر لږ محافظت کیده او فقط یو وسله وال عسکر ورته ولاړو او د یوبل چا سره یوازی د فلزاتو د معلومولو یوه وسیله وه چی د هغو خلکو تلاشی یې په کوله چی درای گیري مرکز ته به داخلیدل.

XS
SM
MD
LG