د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې اوس پام د رایو شمیرلو ته اوښتی


په افغانستان کی رایه ورکوونکیو خپلی رایی ددغه هیواد دجمهوری ریاست په دویم ځلی انتخاباتوکی ورکړیدی. په انتخاباتو کی یوازی ځای ځای تشدد موجود و.

رپوټ وایی چی په کابل کی انتخابی حوزی تر خپل وخت نه هم زیاتی خلاصی وی چی هغو رایو ورکوونکیو ته د رایو اچولو وخت پیدا شی چی هلته په کتار کی ولاړ وو. په داسی حال کی چی چارواکی لا تر اوسه پوری هم د رایو اټکلی شمیر ته انتظآرباسی ؛ د هیواد له نورو برخونه رارسیدلی رپوټونه وایی چی په یوشمیر انتخابی حوزو کی د رایو ورکوونکیو شمیر زیات و او په یو شمیر نورو کی ډیر کم و.

په کابل کی او د افغانستان په شمال کی، انتخابی حوزی په خپل وخت باندی خلاصی شوی او په یو شمیر ځایونو کی په ټوله ورځ کی مصروفی وی.

دهیواد په جنوب او ختیځ کی چی د طالبانو دحملو ویره زیاته وه ، رپوټونه وایی چی ډیر کم خلک رایو اچولو ته حاضر سوی وو. افراطیانو په څو ځایونو کی بریدونه کړیدی. په دی کی په هیلمند کی دراکټ برید شویدی اویوماشوم پکی وژل شویدی. په کابل کی پولیسو دوه وسله وال چی بمونه یی په ځان پوری تړلی وو، ووژل.

ملگرو ملتونو او دافغانستان چارواکیو تر زیاتی اندازی پوری رایی اچول او درایو ورکوونکیو شمیر ستایلی دی. خو دانتخاباتو مستقل څارونکی وایی چی دابه له وخت نه ډیره مخکی خبره وی چی د انتخاباتو دکامیابی په باب فیصله وشی.

په افغانستان کی دملگرو ملتونو عالیرتبه مشر کای ایډه تراوسه پوری دانتخاباتو بهیر یوه مثبته پروسه بولی. له بل پلوه د جمهوری ریاست کاندیدانو په خپل منځ کی یو پر بل تور لگولی دی چی درایو نقلی کارتونه یی چاپ کړیدی؛ درایوکارتونه یی په صندوقونو کی اچولی دی او د رایی ورکوونکیو لپاره یی داسی رنگ استعمال کړیدی چی پوخ ندی او رایه ورکوونکی کولی شی چی څو ځلی رایی ورکړی.

دانتخاباتو څارونکی وایی چی دوی توقع کوی چی لږ تر لږه ۴٨ ساعته وخت به ولگیږی چی ابتدایی نتایج اعلان شی.

XS
SM
MD
LG