د لاس رسي وړ اتصالات

بان کیمون افغانانو ته مبارکي ویلې


د ملگرو ملتونو عمومي منشي په یوې اعلامیې کې چې نن له نیویارک نه خپره شوې ده، د افغانستان خلکو ته ددغو انتخاباتو له امله مبارکي ویلې ده.

بان کیمون ته په منصوبې دغې اعلامیې کې ویل شوي چې افغانانو د رایې ورکولو د دیموکراتیک حق په استعمالولو سره دا ثابته کړې ده چې په ملک کې امنیت او ثبات غواړي.

عمومي منشي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د نورې حکومتي او غیر حکومتي موسسې ستایلي چې په سختو شرایطو کې یې د انتخاباتو له دایرولو سره مرسته کړې ده.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي له ټولو کاندیدانو، د دوی له نمایندگانو او ملاتړو نه غوښتي چې د انتخاباتو له کمیسیون سره د رایو په شمیرلو کې خپله همکاري جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG