د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان خپل سرحد تړلی دی


پاکستان د افغانستان د انتخاباتو په وجه دهغه ملک سره خپل سرحد د جمعې تر ورځي پوری تړلی او خپلو قواو ته یې د تیارسی امر ور کړی دی.

ددې پریکړي له کبله افغانستان ته د ناتو د قواو په رسولو کی ځنډ راغلی دی. مگر پاکستان ویلي و چی هغه افغانان چی په پاکستان کی د خپل سفارت له خوا د سرحد نه د اوښتو خاصه اجازه لری، کولای شول چی د رای ورکولو د پاره د سرحد نه واوړی.

هغو ٨٦٠ زره افغان مهاجرینو ته د رای ورکولو د پاره څه خاص شرایط نه وو ټاکل شوي.

ملگري ملتونه وایی چی تر اوسه لاهم په پاکستان کی څه د پاسه یو ملیون افغان مهاجرین ژوند کوی او ویل کیږی چی په سل گونو زره نور یې په غیر قانوني توگه په هغه ملک کی اوسیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت نطاق عبدالباسط نن د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چی د پاکستان حکومت هیله لری چی د افغانستان انتخابات به هغه هیواد ته سوله او ثبات راولی. هغه وویل چی ددغو دوو ملکونو آینده سره تړلې ده.

له بلي خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي دي چی د پاکستان د طالبانو د تحریک په مشرتاابه کی بدلون ددغي ډلي د غړو تر منځ د اختلافاتو د زیاتیدو یوه نښه ده او دا ښه ترا ثا بتوي چی د هغوی مشر بیت الله مهسود د امریکا په هوایی حمله کی ددې میاشتي په سر کی وژل شوی دی.

او د پاکستان اردو نن وویل چی ٦٠ یاغیان چی په کی د اسلامي تندروه ملا مولانا فضل الله نژدې همکاران هم شامل دي د سوات په دره کی په خپله خوښه تسلیم شوي دي.

XS
SM
MD
LG