د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ۲ رایه ورکونکو گوتې پری کړیدی


د افغانستان دانتخاباتو دڅارنې یوه ډله وايي طالبانو خپل گواښ سرته رسولی چې د دو تنو رایه ورکونکو نه يي هغه گوتی پری کړیدی چې په رنگ ککړي وې.

په عینی حال کې بین المللی څارونکو دانتخاباتو دجریان په باره کې موقتی فیصله کړیده چې وائې، دپنجشنبی ورځی انتخابات په عمومی توگه مثبت او ډیموکراتیک و.

په کندهار کې طالبانو د دوو تنو رایه ورکونکو نه هغه گوتی پریکړی دی چې په رنگ ککړی وی. په کندهارکې طالبان پوره حضور لری . په افغانستان کې دآزادو او عادلانه انتخاباتو دڅارنې دمؤسسې مشر نادر نادری امریکا غږ ته وویل، دهغه څارونکو رپوټ ورکړیدی چې دانتخاباتو په ورځ په دغو دوکسانو باندی حمله وکړه.

دغه رپو ټ په داسی وخت کې ورکړل شو چې یوی مهمی بین المللی څارونکی ډلی دانتخاباتو دجریان موقتی ارزیابیکړیده .

ملی ډیموکراتیک مؤسسه چې دفترئې په امریکا کې دی، وائې، دغو انتخاباتو دډیموکراتیکو اصولو سره سرلگاوه .مگر جدی نواقص ئېلرل چې دراتلونکو انتخاباتو نه دمخه ئې باید غم وخوړل شی.

ددغې مؤسسې مشر کینت اولاک ددی پوښتنی په ځواب کې چې ایاستاسی مؤسسه په درسته نړۍ کې ئې ددوه سوو انتخاباتو څارنه کړیده ، په افغانستان کې انتخابات آزاد او عادلانه بللی شی ، وویل:

موږ په نړۍ کې دډیرو انتخاباتو څارنه کړیده او همدا علت دی چې موږ اخری ارزیابی ترهغې پوری ځنډولی ده ترڅوچې اخر جریان څرگندیږی.

په انتخاباتو کې دټگی برگی تورونه لگول کیږی او بین المللی څارونکی دامنی چې دوی نشو کولای ثقه معلومات لاس ته راوړی ځکهچې دا کار په ډیروولایتونوکې دبی امنیتی له سببه شویدی.

داروپائېاتحاد څارونکی هیآت وائې، دهیواد په ځینو سیمو کې دتاوتریخوالی او ډارولودآزادو انتخاباتو مخه نیولی وه. دهغه هیآت څرگندوی چې دافغانستان په شمال کې گڼ شمیر خلکو په انتخاباتو کې برخه اخیستی وه . په دغه سیمه کې دتاجکانو ملاتړ دعبداله عبداله سره دی مگر په خاصه توگه پهجنو ب کې کم شمیر خلکو په انتخاباتو کې گډون کړی وچې دا دبرحال جمهوررئیس حامد کرزی قوی مرکز دی.

دامریکا پخوانی سناتور گیری هارټ چې دامریکا دڅارونکی هیآت یو له غړونه دی، په میلونو رایه ورکوونکی وستائل چې دهغه څه پروائې ونکړه چې دی ئې یوه وړه بزدله ډله بولی چې له ډیموکراسۍ نه کرکه لری. ښاغلئ هارټ وائې: زه په نړۍ کې چندانی ډیموکراسې نه پیژنم چې دداسی تاوتریخوالی دگواښ سره مخامخ شوی وی او ددغه تاوتریخوالی دگواښونو سره په انتخاباتوکې برخه واخلی لکه چې دپنجشنبی په ورځ ئې پکی واخیستله.

دجمهوررئیس حامد کرزی او دعبداله عبدالهددواړو پلویان ادعالری چې ددوی کاندیدان دبری په لور روان دی ، دوی کافی رایه وړی دی چې دویم ځلی انتخاباتو ته ضرورت نه پیدا کیږی. لیکن دانتخاباتو دچارو ماموران وائې، وائې، دانتخاباتو جدول او فهرست بشپړ شوی ندی او په لومړی حالت کې دی . نسبی نتیجی به ترسه شنبی دورځی پوری اعلان نشی . ښائې چې رسمی نتیجی څو هفتی وروسته اعلان شی .

کامیابه او اعتباری انتخابات دافغانستان لپاره ډیر مهم دی چې بیلونکی په سوله ایزه توگه نتیجی ومنی. هیواد دسلو زره خارجی عسکرو په مرسته دبغاوت سره لاس په گریوان دی. دیو دپاسه ددوه زرم کال نه راپدی خوا چې دامریکا په مشری دطالبانو رژیم راوپرزول شو، دافغانستان سره په میلیاردو ډالره مرسته شویده .

XS
SM
MD
LG