د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: ادعاګانې د انتخاباتو مشروعيت زیانمنوي


د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دواړو کاندیدانو جمهور ریس کرزي او عبدالله عبدالله د بري اعلان کړی دی. دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون بیا ویلي دي چې تر اوسه لا معلومه نه ده چې یادسوي انتخابات چا ګټلي دي

په عین حال کې کارپوهان بیا وايي چې په انتخاباتو کې ثبت شوي ادعاګانې چې ګواکي په کښي درغلي سوې ده، کولای سي چې د انتخاباتو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. د امریکا غږ خبریال مېرېد بیول په واشنګټن کې په دې اړه دغه ریپوټ جوړ کړی دی چې حسیب الکوزی به یې تاسو ته وړاندي کړي. د انتخاباتو د کمیسیون مسولینو د کاندیدانو څخه غوښتلي دي چې مخکي د مخکي دي د بري اعلان نه کوي خو بیا هم د جمهور رییس کرزي او عبدالله عبدالله د کمپاین مسولینو په انتخاباتو کې د بري اعلان کړی دی.

دغه راز د کمیسسیون مسولینو ویلي دي چې د دقیقو ابتدايي نتایجو اعلان به څو ورځې ونیسي.

د انتخاباتو د کمیسسیون ریْس داود علي نجفي داسي وايي: په ځینو ولایتونو کې چې امنیتي ستونزې وې هلته د رای ورکونکو شمیر کم وو خو په عین حال کې په ځینو نورو ولایتونو کې بیا ډیرو خلګو په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه. دا اوس ډیره مشکله ده چې ووایو چا انتخابات ګټلي دي ځکه چې د ځینو ولایتونو څخه مونږ ته لا تر اوسه د رای ورکونکو د شمیر په اړه بشپړ معلومات نه دي رارسیدلي. مونږ به د ټولو ولایتونو نه د معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته د انتخاباتو نتایج ژر تر ژره اعلان کړو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ۲۰۰۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د رای ورکونکو فیصدي ۷۰ په سلو کې وه.

اکثر سنجشونه دا بیانوي چې د امنیتي ستونزو له کبله او دغه راز د طالب یاغیانو د خواه د ګواښونو له امله د ۲۰۰۴ په مقایسه د پنجشنبې د ورځې په انتخاباتو کې ډیرو خلګو برخه نه وه اخیستې.

دغه راز د انتخاباتو د کمیسسیون مامورینو او ناظرینو ویلي دي چې د رای ورکونکو شمیر په بیلابیلو ولایتونو کې متفاوت وو خو د افغانستان په جنوب کې چې د طالبانو مورچل یادېږي ، د رای ورکونکو شمیر کم بلل سوی دی.

خو بیا هم د بحران د نړیوال مرکز څخه مارک شنایدر وايي چې د دې ټولو برسېره په میلیونونو افغانانو خپلې رایې وکارولې او انتخابات د هغه څه نه چې پېشبینی یې سوې وه، په سوله ایزه توګه ترسره سول.

همدارنګه شنایدر داسي وویل: ګواښونو او امنیتي ستونزو ته په کتو سره د هغه څه نه چې پېشبیني یې کېدله د رای ورکونکو شمیر ډیر زیات وو حتی که د رای ورکونکو فیصدي ۴۰ یا ۵۰ په سلو کې هم وه، بیاهم وضعې او ګواښونه ته په کتو سره د رای ورکونکو دغه شمیر بد نه وو.

اوس پوښتنه دا ده چې آیا د کاندیدانو د جملې نه چا د رای ورکونکو ۵۰ په سلو کې راېې ګټلي دي چې د دویم ځل رای ګیرۍ نه مخنېونی وکړي او که نه؟

جمیس روبنسن چې د افغانستان دپاره پخوانی خاص استازی وو او اوس د رانډ په نامه په یوه نړیوال امنیتي مرکز کې کار کوي داسي وايي: که چیري د دویم ځل دپاره رای ګیري وسي نو دا به لا واضح سي چې انتخابات څومره په صحیح شکل ترسره سوي وه او د نتایج پردقیقوالي او قانونيمنتوب به لازیات ټینګار وسي. خو که چیري د دویم ځل دپاره رای ګېري وسي نو د ګټې څنګه ته به د ناټو او افغان پر حکومت باندې یو اضافي بار ورواچوي.

په عین حال کې خپلواک ناظرین او سیال سیاسي ګوندونو ادعاوې کړيدي چې ګوندي په رایو کې درغلي سوې ده. خو افغان مامورینو ویلي دي چې دغه راز ادعاګانې به وڅېړي.

دغه راز شنایدر د جمهور ریْس کرزي وروستی اقدام چې تبعید سوی ازبک جنګ سالار عبدالرشید دوستم یې بیرته و افغانستان ته د انتخاباتو پر مهال وروغوښتی دی او هغه کرزي ته کمپاین وکړ، هم تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

شنایدر داسي وايي: زه فکر کوم چې د خلګو سره اوس دا پوښتنه موجوده ده چې کرزي ولي خپل کاري ټیم ته د دوستم په شکل کسان راوستل. پر چا چې د بشري حقوقو د نقض سخت تورونه لګول سوي دي. زما په فکر ټول په دې باور دي چې کرزیْ پر شا روان دی او بیرته غواړي چې د پخواه جنګ سالاران خپل حکومت ته راولي. زه فکر کوم چې خلګ و دې ته اندېښمن دي چې دوی به په راتلونکې کې څه وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د بشري حقوقو فعالین پر دوستم تور لګوي چې د ۲ زرو شاوخواه طالب بندیان یې وژلي دي. خو دوستم دغه تورونه ردوي.

د ویلو ده چې که هرڅوک جمهور ریْس سي نو د یو لړ ستونزو سره به مخامخ وي چې د طالب یاغیانو سره مخ پر زیاتېدو جګړه، د ملکي خلګو سره تاوتریخوالی او پر خارجي قواوو حملې به د هغو ستونزو نه وي.

د ملي امنیت د عامه پالیسۍ په مرکز کې یو ستر سلاکار متقاعد تورنجنرال پاول ایتن وايي چې د افغانستان راتلونکی جمهور ریْس باید یو نظامي مشر او ماهره ډیپلومات وي ترڅو وسي کولای چې خپل د حکومت دښمنانو ته ماته ورکړي.

دغه راز متقاعد جنرال ایتن وايي چې د افغانستان راتلونکی جمهور ریْس باید دو اړخیزه تمرکز ولري هم پر داخلي او هم پر خارجي مسایلو غور وکړي ترڅو وسي کولای چې خپل ملګري معلوم کړی.

په عین حال کې د امریکا جمهور ریس بارک اوباما وايي چې د هغه حکومت د کوم ځانګړي افغان کاندید څخه ملاتړ نه کوي او غواړي چې د انتخاباتو نتایج د افغانستان د خلګو اراده څرګنده کړي. په افغانستان کې د ښاغلي اوباما د جنګ تګلارې هدف دا دی چې طالبانو ته ماته ورکړي او په افغانستان کې ثبات روالي.

XS
SM
MD
LG