د لاس رسي وړ اتصالات

کمسیون: شکایتونه ممکن نتایج وځنډوي


د افغانستان د انتخاباتو کمسیون وایی چی د جمهوری ریاست په اړه شکایتونه دو مره زیات دی چی کیدای شی د انتخاباتو نتایج وځنډوی.

د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمسیون نن وویل چی د پنجشنبی د ورځی د انتخاباتو نه وروسته تقریبآ ٢٢٥ شکایتونه وررسیدلی دی.

په دی شکایتونو کی د دانتخاباتو د کارتونو ډکول او رایی ورکونکو تهدیدول شامل دی.

دغه کمسیون به دا شکایتونه وڅیړی.

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استاځی ریچارد هالبروک نن وویل چی د انتخاباتو په اړه شکایتونه د هغه په قول ورته د حیرانولو خبره نه ده.

ښاغلی هال بروک چی په هرات کی خبری کولی وویل چی امریکا به د افغانستان د خلکو هغه پروسی ته درناوی وکړی چی خپل زعیم وټاکی.

د انتخاباتو ناظرینو ویلی چی د جمهوری ریاستانتخابات د تشدد او تهدیدونو له امله کاملا آزاد نه وو.

خو د اروپایی اتحاد د ناظرینو مشر انتخابات په مجموع کی شفاف وبلل.

جمهور ریس حامد کرزی او د هغه مهم سیال د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله دواړه د بریالیتوب ادعاگانی کوی.

د انتخاباتو ابتدایی نتایج به په څو ورځو کی اعلان شی خو رسمی نتایج به څه باندی یوه اونی وروسته اعلان شی.

XS
SM
MD
LG