د لاس رسي وړ اتصالات

مولن: د افغانستان وضعه مخ په خرابیدو ده


ناټو وایی چی دافغانستان په جنوب کی یی دوه عسکر د یکشنبی په ورځ ناوخته ووژل شول. په همدغه ورځ باندی دامریکا یوه عالی رتبه نظامی قوماندان وویل چی په دغه هیواد کی حالات جدی او مخ په خرابیدو دی.

په هغه مرکه کی چی د لویو درستیزانود کومیټی مشر ستر جنرال مایک ملین د امریکا د سي این این له خبری تلویزیون سره وکړله هغه وویل چی دطالبانو بغاوت په خپلو تاکتیکونو کی ډیر پرمختللی او پیچلی شویدی. لوی درستیز ملین په یوه جلا مرکه کی وویل چی دی دیته اندیښمن دی چی دامریکا دخلکو ملاتړ دافغانستان د جنگ په برخه کی مخ په کمیدودی.

رپوټ وایی چی دجولای په میاشت کی نړیوالو قواو ډیر ځانی تلفات وگالل. په جگړه کی دوژل شویو عسکرو شمیر ٧٦ ته ورسیده او داپه یوه میاشت کی له ٢٠٠١ کال رااهیسی د تلفاتو غټ شمیر گڼل کییږی.

نن د دوشنبی په ورځ د استونیا هیواد وویل چی ددوی دوه عسکر په هیلمند کی د یکشنبی په ورځ د سړک د غاړی په ماین و ر برابر او ووژل شول.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼی د یکشنبی په ورځ وویل چی دامریکا قوماندانان چی په افغانستان کی دناټوله قواو سره ماموریت لری هغوی د وظایفو لپاره په کافی اندازه عسکر نلری.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼی ددی خبری منبع نده څرگنده کړی خو دایی ویلی دی چی قوماندانانو په دی تازه مجلسونوکی دامریکا خاص استاځی ریچردهالبروک ته ټینگار کړیدی چی نور عسکرو ته ضرورت لری. هالبروک له نظامی چارواکیو سره د افغانستان د قوماندی په څلورو سیمه ئیزو مرکزونو کی وکتل. دارپوټونه په داسی وخت کی راځی چی د اوباما اداره په افغانستان کی د خپل قوماندان جنرال ستانلی مکریستل رپوټ او ارزیابی ته دافغانستان د روانو حالاتو په باب انتظار باسی. رپوټ وایی توقع ده چی دا ارزیابی په راتلونکیو دوه اونیوکی وشی.

په عین حال کی په افغانستان کی د جمهوری ریاست په انتخاباتوکی مهم کاندید عبدالله عبدالله د جمهوررئیس حامد کرزی پر انتخابی مبارزو باندی دا تور لگولی د ی په پراخه ډول پکی ټگی برگی شویده. خو د جمهوررئیس حامد کرزی دانتخابی مبارزو دفتر داخبره رد کړیده اود عبدالله عبدالله پر انتخابی دفتر یی په انتخاباتوکی د گټی برگی تورونه لگولی دی.

په افغانستان کی دانتخاباومستقل کومیسیون چی درایو شمیرلو وظیفه ور په غاړه ده وایی د سه شنبی په ورځ به یوڅه نتایج اعلان وکړی. رپوټ وایی چی جمهوررئیس حآمد کرزی او عبدالله عبدالله دواړو په انتخابی کی د خپلی کامیابۍ ادعا کړیده. که چیری یوکاندید هم تر پنځوس فیصدو نه زیاتی رایی ونه گټی نودویم ځلی انتخابات به وشی.

XS
SM
MD
LG