د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د ترهگرئ د تحقیقاتو نوې ډلگۍ وټاکله 


چاپ شوی رپوټونه وایی چی د امریکا جمهور رئیس براک اوبام امر کړیدی چی د نخبه کسانو یوه ډلگۍ دې وټاکل شی چی د ډیرو مهمو مشکوکو ترهگرانو نه تحقیقات وکړی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چی د اوباما د اداری معتبر چارواکی وایی چی جمهوررئیس اوباما د ډیرو مهمو توقیفیانو نه د تحقیق کولو ډلگۍ تیره اونی منظور کړله.

واشنگټن پوست لیکی چی دا ډلگۍ به د څو استخباراتو او قانون د تعمیل ادارو د ډیرو ماهرو کسانو له جملی نه جوړه شوې وي او د ملی امنیت د شوری له خوا نه به څارل کیږی په دی توگه به سپینه ماڼی مستقیمان د هغوی څارنه کولی شي.

جمهوررئیس اوباما دتحقیق اوتعذیب ډیر سخت تاکتیکونه بند کړیدی په دی جمله کی د واټر بورډنگ په نامه تاکتیک چی په اوبوکی د غرقولو سره ورته والی لری هم شامل و. دتحقیق دا تاکیتک د جمهوررئیس جورج بش په اداره کی پر ملزمانو باندی اجراکیده.

دنویو اصولو له مخی به دتحقیق غړی د امریکا د نظامی تحقیقاتو دلارښود په حدودو کی مقید وی. له دغه نظآمی لارښود نه د جگړی په حالاتوکی گټه اخیستل کیږی. په دغه لارښود کی بندی ته په لوړ اواز موزیک غږول او یا بی خوبه کول ندی شامل .

په جلا ډول په نیویارک ټایمز کی لیکل شویدی چی دعدلیی وزارت سپارښتنه کړیده چی د پخوانی جمهوررئیس جورج بش دوخت د بندیانو دعوی بیرته راوسپړي. دیوشیمر بندیانو سره تیری او زورزیاتی شویدی. ددغو دعوو راسپړل د امریکا داستخباراتو داداری یو شمیر غړی او قراردادیان له جنایی تحقیق سره مخامخ کولی شی.

ددوشنبی په ورځ به هغه رپوټ خپورشی چی دامریکا داستخباراتو اداری مخفی رپوټ دی او ویل کیږی چی دداخلی تحقیق کوونکیو په برخه دی. په دی رپوټ کی به هغه تفصیلات را غونډ شوی وی چی د بش داداری په وخت کی د تحقیقاتو له جنجالی تاکتیکونو سره تړاو لری.

هغو کسانو چی دا رپوټ لیدلی دی وایی دامریکا د استخباراتوداداری تحقیق کوونکیو یوه بندی عبدالرحیم النشیري ته په ټوپک باندی دویشتلو گواښ کاوه . داهغه سړی دی چی دامریکا د ایس ایس کول دبیړی په بم چونو تورن شوی و. پردی سر بیره به یی هغه ته برقی برمه نیولی وه.

XS
SM
MD
LG